د کابل پوهنتون خدماتي کارکوونکو ته خوراکي توکي وویشل شول

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۸ - ۱۱:۱۳
kkkk

څلور قلمه خوراکي توکي، چې اوړه، غوړي، بوره او چای شامل وو، د پنجشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د مالي او اداري مرستیالي سرپرست سره په همغږۍ او حضور کې د "ستاره صبح" موسسې له لوري د دې پوهنتون خدماتي کارمندانو ته وویشل.

د یادو توکو د ویش په غونډه کې د کابل پوهنتون مالي او اداري معاونیت سرپرست مولوي عبدالحکیم قاسمي د ستاره صبح موسسې د مرستو څخه د مننې ترڅنګ یې د ورته نورو مرستو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د کابل پوهنتون کارګران او کارمندان په اوسنیو سختو شرایطو کې مرستې او همکاري ته اړتیا لري.

همدارنګه پدې غونډه کې د ستاره صبح موسسې مسوول نظیف الله احمدزي وویل، چې له 2008 کال راهیسې له کابل پوهنتون سره په مختلفو برخو کې همکاري لري او تر دې وروسته به هم خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. ښاغلي احمدزي زیاته کړه، چې د کابل پوهنتون کارمندانو سره به په نژدې راتلونکې کې یوه اندازه نوره د خوراکي توکي مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د ستاره صبح موسسې مرسته شوي خوراکي توکي د کابل پوهنتون د پوهنځیو او شعباتو د شپې پاتې کېدونکو ۹۸ تنو ته ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۴۱
Background image

د دیني ـ اصلاحي درسونو لړۍ پای ته ورسېده

د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د دیني ـ اصلاحي درسونو لس ورځنۍ لړۍ پای ته ورسېده.

په دې درسي لړۍ کې معتبرو شیوخو کرامو پر بېلابېلو دیني او اصلاحي موضوعاتو خبرې وکړې او له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۲۶
Background image

د طبیعي علومو علمي- څېړنیزې مجلې نوې ګڼه خپره شوه!

د کابل پوهنتون د طبیعي علومو علمي-څېړنیزې مجلې د ١٤٠٥هـ.ل کال نهم دور دويمه ګڼه خپره او پرلیکه شوه.

د  دې ګڼې ارزښتناکو مقالو د لوستلو او ډاونلوډ کولو لپاره لاندې لېنک ته مراجعه  وکړئ. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: