د محصلینو لخوا جوړ شوی الکترونیکي کتابتون څخه د ګټې اخیستنې طریقې په اړه معلومات ورکړل شول

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۵:۳۵
3165

تازه د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلینو د کابل پوهنتون لپآره یوه الکترونیکي کتابتون جوړ کړی دی، یاد کتابتون اوس مهال د کابل پوهنتون په سطحه فعالیت کوي او په نیژدې راتلونکي کې به د هېواد ټولو پوهنتونو کې او حتی په نړیواله سطحه فعالیت وکړي.

د روان کال وږي میاشتې په ۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د پوهنتون مرستیالانو په شتون کې د پوهنځیو کتابتونونو او مرکزي کتابتون مدیرانو ته د یاد کتابتون د جوړوونکو لخوا د جوړ کړي الکترونیکي کتابتون په اړه معلومات ورکړل.

سلیمان قاسمی، رفیع شیرزی او یحیی سروری هغه محصلین؛ دي چې یاد کتابتون یې جوړ کړی دی، وایي چې امنیتي سیستم یې قوي دی او زیاته وړتیا هم لري چې د محصلینو لپاره یې زیاتې آسانتیاوې رامنځ ته کړې دي او هم یاد اقدام د کتابتون دیجتل کولو لپاره غوره ګام دی.

ددوی په وینا یاد کتابتون په آنلاین او هم په افلاین توګه هم فعالیت کوي او په هغه کې د کتابونو او مونو ګرافونو سافت او (PDF) شکل ځای پرځای کیږي.

د کابل پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي صلاح الدین ایوبي، د علمي چارو مرستیال ښاغلي محمداشرف غیرت د تکنالوژۍ په برخه کې د پرمختګ په اړه د یادو محصلینو نوموړی نوښت وستایه او د کتابتونو  له مدیرانو و غوښتل؛ چې د ددې ډیټابس په ګټه اخستنه کې جدی پاملرنه وکړي.

د پوهنتون مرکزي کتابتون آمر حبیب الله د محصلینو یاد اقدام د کتابتونو په دیجیتل کولو کې اغېزمن یاد کړ او دهغه د قوي کېدو غوښتنه یې وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۲۲
Background image

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د څار او استناد موسسې لخوا انډېکس شول

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه (د طبیعي علومو نړیوال ژورنال، د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال او د اسلامي مطالعاتو نړیوال ژورنال) رسما د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري "په علمي څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د سهولتونو او په اخلاقي چوکاټ کې ستونزو“ تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي ترینر پوهنیار سید. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۱۶
Background image

د کابل پوهنتون د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: