د فزیک پوهنځي جدید الشمول محصلینو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۶:۲۶
615

د روان کال لیندۍ میاشتې په ۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د فزیک پوهنځي جدید الشمول محصلینو لپاره د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې ددې پوهنځي غوره محصلین هم تقدیر شول. یاه غونډه له معمول سره سم لومړی د قرانکریم په مبارکو آیتونو پیل شوه.

وروسته پوهنیار محمد اجمل خیشکي محصلینو ته کرېډېټ سیستم ور وپېژانده. د یاد سیستم له پیژندې وروسته د نظم او دسپلین کمېټې مسؤل پوهنیار ګل ولي افغان محصلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ دنظم او دسپلین اړوند ځینې موضوعاتو خبرې وکړې.

همدارنګه د فزیک پوهنځي رئیس پوهنیار نور محمد عزیزي د علم، پوهې، دین، هېواد پالنې د ارزښت په اړه جدید الشمول محصلینو ته خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې ښاغلی پوهنوال استاد رجب علي خاوري او  له لومړي ټولګي څخه تر څلورم ټولګي پورې  ۱۲تنه غوره محصلین تقدیر شول؛ نوموړې غونډه په دعایه پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: