د فارمسي پوهنځي محصلینو د څیړنیزو پوسټرونو وړاندې کولو دوهمه علمي سیالي ترسره شوه

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۱۶:۱۴
31548

په نوموړې سیالۍ کې د کابل پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د فارمسي پوهنځي رئیس، استادانو او محصلینو پکې برخه اخیستې وه.

لومړی د قرآن کریم مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال آقامحمد ژکفر د پوهنځي وروستي کال محصلینو څیړنیزو پوسټرونو وړاندې کولو سیالۍ ترسره کېدو په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، هغه محصلین چې څیړنیز پوسټرونه چې په اعلی توګه ارزول کیږي، له تصدیق پاڼو ورکولو ورسته د فارمسي او طب ورستیو څیړنو دوهم کنفرانس چې په پام کې ده،راتلونکي کال ترسره شي، د څیړنیز مقالې وړاندې کولو لپاره به هم نوماند شي.

د کابل پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي محمد اشرف غیرت د پوهنځي نوموړي اقدام د ستاینې ترڅنګ ددې ډول برنامو د ترسره کېدو په کابل پوهنتون د څیړنې فرهنګ رواجولو او بنسټیز کولو لپاره ګټور یاد کړ او دهغه په دوام یې ټینګار وکړ.

په دې برنامه کې د محصلینو (۷) څیړنیزې پروژې د پوسټر په شکل پریزنتیشن وړاندې کړل چې د ګډونوالو د پام وړ و ګرځېدل.

د یادونې وړ ده، چې ددې پوهنځي محصلینو څیړنیزو پوسټرونو وړاندې کولو لومړۍ علمي سیالي تیر کال ترسره شوې وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۴۱
Background image

د دیني ـ اصلاحي درسونو لړۍ پای ته ورسېده

د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د دیني ـ اصلاحي درسونو لس ورځنۍ لړۍ پای ته ورسېده.

په دې درسي لړۍ کې معتبرو شیوخو کرامو پر بېلابېلو دیني او اصلاحي موضوعاتو خبرې وکړې او له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۲۶
Background image

د طبیعي علومو علمي- څېړنیزې مجلې نوې ګڼه خپره شوه!

د کابل پوهنتون د طبیعي علومو علمي-څېړنیزې مجلې د ١٤٠٥هـ.ل کال نهم دور دويمه ګڼه خپره او پرلیکه شوه.

د  دې ګڼې ارزښتناکو مقالو د لوستلو او ډاونلوډ کولو لپاره لاندې لېنک ته مراجعه  وکړئ. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: