د خارجي ژبو او ادبیاتو پوهنځي د چینایي ژبې څانګې ممتاز زده کړیالان تقدیر شول

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۱۴:۱۶
تصویر

د کابل پوهنتون د خارجي ژبو او ادبیاتو پوهنځي د چینایي ژبې څانګې د یو فرهنګي محفل په ترڅ کې چې د کنفوسیوس انستیتوت د ورځې په مناسب یې نیولی وو د ذکر شوې څانګې غوره زده کړیالان تقدیر کړل.

د چینایي ژبې د څانګې آمر ښاغلي حمید غلامي وویل چې ددې برنامې له دائرولو څخه یې موخه زده کړیالانو ته د چینایي ژبې د زده کړې لپاره د انګېزې ورکول او ددې ژبې له تاریخ سره د دوی بلدتیا ده، همدارنګه ښاغلي غلامي زیاته کړه چې ددې ډول برنامو دائرول د زده کړیالانو د تشویق او ترغیب لپاره شه وسیله ده.

د کابل پوهنتون د خپرونو آمر ښاغلي رحیم الله ندیم د چینایي ژبې څانګې له آمر او استادانو مننه وکړه چې د زده کړیالانو د تشویق لپاره یې یاده تشویقي برنامه په لاره اچولې. ښاغلي ندیم زیاته کړه چې د کابل پوهنتون رهبري د داسې تشویقي برنامو څخه ملاتړ کوي چې په زده کړیالانو کې د مثبتې انګیزې باعث کېږي.

دغه محفل په چینایي ژبه د شعر ویلو، ویناوو، د استعدادونو د معلومولو مسابقو او د تحفو په ورکړې سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

د ديني-اصلاحي درسونو لړۍ پیل شوه

د درسونو دا لړۍ، چې د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت لخوا پيل شوه، يوه اونۍ دوام کوي او د پوهنځيو محصلين په کې په نوبتي شکل د يو ځانګړي مهالويش سره سم ګډون کوي.

په افتتاحيه غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۵۰
Background image

"په افغانستان کې د حلالې غذا تولید، ستونزې او حللارې" علمي سيمينار جوړ شو

په کابل پوهنتون کې د «په افغانستان کې د حلالې غذا تولید، ستونزې او حللارې» تر عنوان لاندې علمي سیمینار جوړ شو. په دغه سیمینار کې د پوهنتون استادانو او محصلینو ګډون درلود.

د موضوع. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو