د ایران اسلامي جمهوريت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او ویاند د کابل پوهنتون له رهبري هیئت سره ولیدل او د لړم دولسمې دردوونکې پېښې ځای کې د ګلو ګېډۍ کېښوده او د کابل پوهنتون له کورنۍ سره یې غمشریکي وکړه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۱۵:۱۲
قییسثصثق

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او ویاند ښاغلي سعید خطیب زاده، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر دوکتور بهادر امینیان او مل پلاوي د روان کال د لیندۍ په ۶ د چهارشنبې په ورځ په کابل پوهنتون کې د دې پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په داسې حال کې، چې د پوهنتون علمي مرستیال پوهاند شفیع شریفي او ځینو نورو همکارانو هم شتون درلود، ولیدل او تر لیدلو وروسته د پېښې په ځای کې په خپل حضور سره یې د ګلو ګېدۍ کېښوده او د کابل پوهنتون او د افغانستان له خلکو سره یې خواخوږي او غمشریکي وکړه.

ښاغلي سعید خطیب زاده په پیل کې د دې لیدنې زمینې په برابرېدو خوښي وښوده، چې د کابل پوهنتون په ریاست کې تر سره شوه، د ایران او افغانستان ترمنځ علمي او فرهنګي تعاملات د دواړو هیوادونو ترمنځ غوره تعاملات یاد کړل ویې ویل، پدې برخه کې زیات کاري فرصتونه شتون لري او اړتیا ده تر څو د دواړه لورو علمي بنسټونه ګډې علمي او فرهنګي برنامې او همدارنګه پراخه علمي او څېړنیزې همکاري ولري او د دې اړیکو په پراختیا یې تاکید وکړ. نوموړي د کابل پوهنتون د لړم ۱۲ دولسمې دردوونکې پېښې باندې تأسف څرګند، چې په هغه کې یو شمېر شهیدان او ټپیان شول د کابل پوهنتون رهبري سره یې د ایران خلکو له لوري یې غمشریکي او خواخوږي وکړه.

د کابل پوهنتون رییس دې هیئت ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې ایران د افغانستان یو مهم ګاوندۍ او دوست یاد کړ زیاته یې کړه، افغانستان او ایران په مختلفو لکه: علمي، فرهنګي، اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او ... برخو کې زیات مشترکات او له یو بل سره ژورې اړیکې لري او پدې برخه کې زیات کارونه هم تر سره شوي دي ولې  هغه یې کافي ونه بلل او د دې اړیکو په پراختیا او د ایران اسلامي جمهوریت اکاډمیکو بنسټونو او کابل پوهنتون ترمنځ یې په ګډو ارزښتي برنامو تاکید وکړ. ښاغلي بابري د خپلو خبرو په دوام یې د دوی د خواخوږي څخه د مننې ترڅنګ یې هيله وښوده، چې په افغانستان او د سیمې په کچه یوه سراسري سوله حاکمه شي ترڅو د دې سیمې وګړي په سوله او ارامي کې ژوند وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: