د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د نړیوال تجارت سازمان په اړه د پوهاوي پروګرام ترسره شو

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۱۶:۳۰
31

د صنعت او تجارت وزارت اړوند نړیوال تجارت سازمان ریاست لخوا د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د افغانستان او نړیوال تجارت سازمان په اړه د پوهاوي پروګرام ترسره شو.

نوموړی پروګرام د روان کال وږي میاشتې په ۱۵نېټه د چهارشنبې په ورځ ترسره شو چې د صنعت او تجارت وزارت کارپوهانو محصلینو ته د افغانستان لپاره د نړیوال تجارتي سازمان اصولو، دندو، موخو، فرصتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلي احسان الله بارکزي د یاد پوهنځي محصلینو ته نوموړي پروګرام جوړول اغېزمن یاد کړ او د صنعت او تجارت وزارت له مسؤلینو څخه مننه وکړه.

د صنعت او تجارت وزارت د نړیوال تجارت سازمان رئیس ښاغلي عبدالوکیل مسلم د یاد پروګرام په جزیاتو خبرې وکړې او له محصلینو څخه یې وغوښتل؛ ترڅو په دې پروګرام کې فعاله ونډه واخلي.

په پام کې ده، چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو لپاره هم دې ته ورته پروګرام ترسره شي. نوموړی پروګرام د پوهنتون محصلانو خدماتو انسجام آمریت لخوا ترسره شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳
Background image

د محتوا تولید سمینار ترسره شو

کابل پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم  پوهنځي له لوري د دې پوهنځي د محصلینو لپاره د محتوا تولید تر عنوان لاندې دوه ورځنی سمینار ترسره شو.

 یاد سمینار کې د مسلکي ټرینر له لوري د محتوا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۴۳
Background image

د الکترونیکي لېږد را لېږد سيستم روزنیز ورکشاپ دایر شو

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري د کابل پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د آمریت په همغږۍ د الکترونیکي لېږد را لېږد یا برېښنايي مراسلاتو سیستم د ښه تطبیق په موخه یو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: