د نغلو برېښنا بند ته د فزیک پوهنځي محصلینو علمي سیر
د فزیک پوهنځي محصلینو د نغلو برېښنا بند څخه د علمي سیر لیدنه وکړه. په دې علمي سفر کې استادانو هغه درسونه چې په نظري بڼه یې محصلینو ته وړاندې کړي وو په عملي توګه یې د یاد بند برېښنا تولید، څلورو فعالو توربینونو او د ۳۲.۵ مېګاواټه برېښنا تولید اړوند او نورو تجهیزاتو عملي زده کړې ورکړې او دغه راز یې د محصلینو پوښتنو ته په وار سره ځوابونه ورکړل.
د نغلو برېښنا بند په هېواد کې د برېښنا تولید یو له سترو سرچینو څخه دی. دغه بند د کابل ختیځ په اتیا کیلو مترۍ کې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې موقعیت لري.
د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو محصلین د نظري زده کړو ترڅنګ وخت ناوخت د درسي موضوعاتو اړوند عملي زده کړو په موخه علمي سفرونه کوي.