د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي کې د درمل د کیفیت د ارزوني روزنیز کورس پرانیستل شو

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۹ - ۸:۴۸
annougration

د درملو د کیفیت د ارزونې روزنیز کورس د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي لطف الله خیرخوا، د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز، د فارمسي پوهنځي رییس او استادانو او د پارټیسیپ (Particip) موسسې مسوولانو له لوري پرانیستل شو.

د مراسمو په پیل کې د کابل پوهنتون رئیس ډاکټر اسامه عزیز د پوهنتون په مهمو او اساسي مسایلو خبرې وکړې او د فارمسي پوهنځي د رئیس له نوښت څخه یې مننه وکړه او دا یې د ستایلو او هیله مندۍ وړ وبلله او ویې ویل، چې تر اوسه پورې دې پوهنځي له نورو بنسټونو سره د علمي او عملي کارونو د غوره تر سره کېدنې په موخه څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي او دا د مسوولینو د کار او هڅو ښکارندویي کوي او مونږ ورڅخه ملاتړ او ستاینه کوو.

د کابل پوهنتون رئیس ټینګار وکړ، روغتیا د ژوند یوه مهمه او اساسي برخه ده او باید په دې برخه کې له ډېر احتیاط څخه کار واخیستل شي او د هغو کسانو مسوولیت، چې د روغتیا په برخه کې کار کوي، لا زیات او لوی دی او خدای دې مونږ ټولو ته د دې توفیق راکړي، چې د خپل وطن او خلکو ته په اخلاص او صداقت خدمت وکړو.

په دې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي لطف الله خیرخواه هم خبرې وکړې او د کابل پوهنتون علمي او مسلکي فعالیتونه یې وستایل او له مسوولینو یې وغوښتل، چې د علمي اثارو محتوا ته زیاته پاملرنه وکړي. ښاغلي خیرخواه همدا راز وویل، چې د درملنې او درملو په برخه کې ستونزې شته او هیله لرو، چې دغه ډول علمي او عملي کارونه د یادو ستونزو په حل کې اغېزمن تمام شي.

د فارمسي پوهنځي رییس پوهنوال اقامحمد ژکفر او د پارټیسیپ موسسې  رییس ډاکټر سید رحیم عرب هم د موضوع په هکله خبرې وکړې او تاکید یې وکړ، چې هغوی به قدم په قدم د درملو د کیفیت ارزونه د انالستانو او محصلینو له لوري و څارل شي.

د دې روزنیز کورس موخه د درملو د کیفیت ارزول، د هیواد په دولتي او خصوصي سکتور کې د ادویې د کیفیت له ښه والي سره مرسته کول او د « هیواد د عامې روغتیا وزارت سره د دولتي او خصوصي سکتور کې د اساسي درملو د کیفیت په اړه د دقیقو معلوماتو شریکول» دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۸:۲۷
Background image

نتایج مسابقهٔ برگزارشده پیرامون پنج فرمان اعلام شد

نتایج آزمون رقابتی که پیرامون پنج فرمان عالی‌ قدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی ورعاه) در پوهنتون کابل برگزار شده بود، اعلام گردید.

این رقابت از سوی آمریت خدمات و انسجام محصلان این. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۳۴
Background image

ورکشاپ ارتقای ظرفیت کارمندان نشراتی آغاز گردید

ورکشاپ سه‌روزه آموزشی به هدف ارتقای ظرفیت‌های مسلکی کارمندان امور نشراتی، معیاری‌سازی فعالیت‌های رسانه‌ای و انعکاس مؤثر فعالیت‌های علمی و اکادمیک، از سوی آمریت نشرات و روابط عامهٔ. . .

برگشت به اخبار

گالری رسانه

۲۰۹۶ تن از محصلین پوهنتون کابل به سطح لیسانس فارغ شدند

پیشرفت‌های پوهنتون کابل پس از پیروزی

گزارش تصویری مرکز معلومات افغانستان در پوهنتون کابل:

پوهنځی انجنیری پوهنتون کابل

مولوی عبدالسلام حنفی صاحب معاون اداری ریاست الوزرای ا.ا.ا:

سخنرانی معاون سیاسی ریاست الوزرا محترم مولوی صاحب عبدالکبیر در مراسم جشن فراغت محصلین پوهنتون کابل:

از ۲۲ پوهنځی پوهنتون کابل ۲۳۰۸ تن محصلین به سطح لیسانس فارغ شدند جزیات بیشتر در راپور ویدیویی ذیل تماشا نمایید.

راپور ویدیویی از فعالیت ها و دستاوردهای پوهنځی کیمیا پوهنتون کابل در اینجا قابل مشاهده است.

پوهنځی علوم وترنری پوهنتون کابل. جزئیات بیشتر را در گزارش ویدیویی ذیل دنبال کنید.

گزارش ویژه از تاریخچه، دست آوردها و برنامه های آینده پوهنځی فزیک پوهنتون کابل:

گزارش مختصری از فعالیت های انجام شده پوهنتون کابل در ماه اسد.

گفتگوی ویژه با رئیس پوهنځی فارمسی جناب محترم دکتور آقا محمد ژکفر در خصوص دستاوردها و وضعیت عمومی پوهنځی مذکور: