د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو
د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو پیاوړتیا او د علمي څېړنو د کیفیت لوړول دي.
یاد ورکشاپ د پوهنتون د مسلکي ټرینر پوهنوال دوکتور ضیاالدین عظمي له لوري وړاندې کيږي چې د بایوستاتستیک پېژندنه، د متغیرونو ډولونه او اندازه کول، نورمال وېش، معیاري انحراف، z-score سلنې، د مناسب احصایوي ازموینې ټاکل، تشریحي او استنباطي احصایه، د احتمال تیوري، معیاري تېروتنه، د باور واټنونه او د فرضیې ازموینه، همدارنګه د SPSS پروګرام پېژندنه او عملي کارول، د اکسل فایل جوړول او د معلوماتو لېږد SPSS ته، د متغیرونو تعریف، د معلوماتو پاکول او ارزونه به تر بحث لاندې ونیول شي.
