استادانو او اداري کارکوونکو ته ديني-علمي سیمنار پيل شو
د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لورې د ژمنۍ رخصتۍ څخه په استفادې د دې پوهنتون ټولو استادانو او اداري کارکوونکو ته درې ورځنی ديني-علمي سيمينار پيل شو.
په سیمینار کې به د اسلامي شريعت پر مقاصدو، ولاء او براء، زهد او تقوی، وظیفې امانت، د استاد پر مقام او مسؤوليت، د امام ابو حنيفه رحمه الله پر مناقبو، د اسلامي نظام پر ځانګړتياوو، د امير پر حقوقو، د اتفاق او اتحاد پر اهميت او نورو اړينو موضوعاتو بحث وشي.
د سیمینار په افتتاحيه مراسمو کې د لوړو زده کړو قدرمن وزير، د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس، د کابل پوهنتون رئيس، مرستیالانو او د پوهنځيو رئيسانو ګډون درلود.
