د ځمکپوهنې پوهنځي پالیسي

د ځمکپوهنې پوهنځي پاليسي د معیاري علمي چاپېریال پر رامنځته کولو، د تدریس د کیفیت پر لوړولو، د څېړنیزو وړتیاوو پر پیاوړتیا او د اغېزمنو اکاډمیکو چوپړتیاوو پر وړاندې کولو ولاړه ده. دغه پاليسي د علمي او اداري مدیریت د ښه‌والي، د مسلکي بشري ځواک د روزنې او د ځمکپوهنې په برخه کې د هېواد د علمي اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترتیب شوې ده.

د پاليسۍ اساسي محورونه

  1. د تعلیمي کیفیت د لوړولو پاليسي
  • د مضامینو او درسي پروګرامونو دوامداره نوي کول
  • د نظري او عملي تدریس د اغېزمنو لارو چارو کارول
  • په اکاډمیکو او علمي کړنو کې د استادانو د ګډون پیاوړتیا
  1. د علمي څېړنې او پراختیا پاليسي
  • د جیولوجی، جغرافیې او هایدرومتیورولوژی په برخو کې د تخصصي څېړنو هڅونه
  • د لابراتواري او میداني څېړنو لپاره د مناسبو اسانتیاوو برابرول
  • له کورنیو او بهرنیو علمي او څېړنیزو بنسټونو سره همکاري
  1. د مدیریت او اداري جوړښت د ښه‌والي پاليسي
  • د پوهنتون له معیارونو سره سم د اداري چارو تنظیم
  • د علمي پروګرامونو د اغېزمن پلی کېدو لپاره د څانګو ترمنځ همغږي
  • د کارکوونکو د وړتیاوو پیاوړتیا او د اداري بهیرونو ښه‌والی
  1. د نظم او ډسپلین پاليسي
  • د منظم درسي چاپېریال رامنځته کول او اصولو او مقرراتو ته پاملرنه کول
  • د ډسپلین د لایحې له مخې د سرغړونو څېړنه او رسېدنه
  • د محصلانو او استادانو ترمنځ د مسئولیت‌ مننې فرهنګ پیاوړتیا
  1. د تعلیمي ټکنالوژۍ د کارونې پاليسي
  • د برېښنايي زده‌کړو (E-learning) د سیستمونو پراختیا
  • د استادانو او محصلانو لپاره د ټکنالوژیکو وسایلو برابرول
  1. د علمي او کلتوري همکاریو پاليسي
  • له پوهنتونونو او څېړنیزو مؤسسو سره د علمي اړیکو پراخول
  • د کنفرانسونو، سمینارونو او کلتوري پروګرامونو جوړول
  • د ځمکپوهنې له علومو سره تړلو ملي پروګرامونو په لاره اچونه کې همکاري

د ځمکپوهنې پوهنځي پاليسي د معیاري زده‌کړې، پر موخو ولاړې څېړنې، اغېزمن مدیریت او د اسلامي کلتوري ارزښتونو د پیاوړتیا پر بنسټ ولاړه ده، او هڅه کوي چې دغه پوهنځی د هېواد د علمي او تخصصي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د یو بااعتباره او ځواب‌ورکوونکي علمي مرکز په توګه معرفي کړي.

گالری رسانه

۲۰۹۶ تن از محصلین پوهنتون کابل به سطح لیسانس فارغ شدند

پیشرفت‌های پوهنتون کابل پس از پیروزی

گزارش تصویری مرکز معلومات افغانستان در پوهنتون کابل:

پوهنځی انجنیری پوهنتون کابل

مولوی عبدالسلام حنفی صاحب معاون اداری ریاست الوزرای ا.ا.ا:

سخنرانی معاون سیاسی ریاست الوزرا محترم مولوی صاحب عبدالکبیر در مراسم جشن فراغت محصلین پوهنتون کابل:

از ۲۲ پوهنځی پوهنتون کابل ۲۳۰۸ تن محصلین به سطح لیسانس فارغ شدند جزیات بیشتر در راپور ویدیویی ذیل تماشا نمایید.

راپور ویدیویی از فعالیت ها و دستاوردهای پوهنځی کیمیا پوهنتون کابل در اینجا قابل مشاهده است.

پوهنځی علوم وترنری پوهنتون کابل. جزئیات بیشتر را در گزارش ویدیویی ذیل دنبال کنید.

گزارش ویژه از تاریخچه، دست آوردها و برنامه های آینده پوهنځی فزیک پوهنتون کابل:

گزارش مختصری از فعالیت های انجام شده پوهنتون کابل در ماه اسد.

گفتگوی ویژه با رئیس پوهنځی فارمسی جناب محترم دکتور آقا محمد ژکفر در خصوص دستاوردها و وضعیت عمومی پوهنځی مذکور: