د فوق لیسانس برنامو آمریت خپلې لاسته راوړنې په جوړې شوې غونډه کې شریکې کړې

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۸:۵۵
25454

د کابل پوهنتون فوق لیسانس برنامو آمریت خپلې لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه د یوې غونډې په ترڅ کې ګډونوالو سره شریک کړل.

په دې اړوند جوړې شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د فوق لیسانس کمېسیون استازو، د کابل پوهنتون رهبري، د کابل پوهنتون او  د مرکزي پوهنتونونو استادانو او د یاد آمریت مسوولینو برخه واخیسته.

 د فوق لیسانس برنامو آمر دوکتور محمد علي رضایي په کابل پوهنتون کې د نویو ۱۷ تازه ایجاد شویو دوکتورا او ماستري برنامو ته په اشارې سره وویل، چې کابل پوهنتون دا ظرفیت لري ترڅو د نورو برنامو سربېره دا تازه ایجاد شوې برنامې لا معیاري او بیاکیفیته کړي، هغه همداراز په بېلابېلو برخو کې خپلې وروستۍ لاسته راوړنې هم شریکې کړې. ترڅنګ یې د استادانو پوښتنو ته هم په وار سره ځوابونه ورکړل.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت مالي او حسابي رئیس عبدالباري خپلواک او د یاد وزارت د علمي برنامو د پراختیا رئیس په خپلو خبرو کې وویل چې، لوړو زده کړو وزارت د فوق لیسانس برنامو د لا پیاوړتیا په برخه کې همکار دی او د معیاري کېدو هڅو ته د قدر په سترګه ګوري.

د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز  د فوق لیسانس برنامو آمریت له لوري د یادې غونډې جوړېدل ستر ابتکار یاد کړ او د دې برنامو په لا معیاري کېدو یې ټینکار وکړ. د نوموړي په وینا له دا شان پروګرامونه څخه موخه دا ده چې، د کابل پوهنتون او د هېواد نورو پوهنتونونو استادانو ترمنځ د علمي همکاریو په برخه کې همغږي رامنځته شي. ښاغلي دوکتور اسامه عزیز د هېواد پرمختګ ته په اشارې سره وویل، چې د لوړو مسلکي زده کړو معیار لوړولو سره هېواد ځان بسیاینې ته ژر رسېدلی شي او دا یې د ټولو ګډ مسوولیت یاد کړ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۴
Background image

شماره جدید منتشر شد

شماره دوم دور نهم سال ۱۴۰۵ هـ.ش ژورنال علمی-تحقیقی علوم اجتماعی پوهنتون کابل منتشر و به‌صورت آنلاین در دسترس قرار گرفت.

برای مطالعه و دانلود این مقالات ارزشمند، می‌توانید به لینک زیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۰
Background image

فراغت ۱۲۰ ستاژر از مرکز آموزش‌های حقوقی

مراسم فراغت ۱۲۰ تن از ستاژران دوره پانزدهم ستاژ حقوقی مرکز آموزش‌های حقوقی پوهنتون کابل برگزار گردید.

در این محفل، هیئت رهبری پوهنتون کابل، نمایندگان وزارت عدلیه و ریاست عمومی تعقیب و. . .

برگشت به اخبار

گالری رسانه

۲۰۹۶ تن از محصلین پوهنتون کابل به سطح لیسانس فارغ شدند

پیشرفت‌های پوهنتون کابل پس از پیروزی

گزارش تصویری مرکز معلومات افغانستان در پوهنتون کابل:

پوهنځی انجنیری پوهنتون کابل

مولوی عبدالسلام حنفی صاحب معاون اداری ریاست الوزرای ا.ا.ا:

سخنرانی معاون سیاسی ریاست الوزرا محترم مولوی صاحب عبدالکبیر در مراسم جشن فراغت محصلین پوهنتون کابل:

از ۲۲ پوهنځی پوهنتون کابل ۲۳۰۸ تن محصلین به سطح لیسانس فارغ شدند جزیات بیشتر در راپور ویدیویی ذیل تماشا نمایید.

راپور ویدیویی از فعالیت ها و دستاوردهای پوهنځی کیمیا پوهنتون کابل در اینجا قابل مشاهده است.

پوهنځی علوم وترنری پوهنتون کابل. جزئیات بیشتر را در گزارش ویدیویی ذیل دنبال کنید.

گزارش ویژه از تاریخچه، دست آوردها و برنامه های آینده پوهنځی فزیک پوهنتون کابل:

گزارش مختصری از فعالیت های انجام شده پوهنتون کابل در ماه اسد.

گفتگوی ویژه با رئیس پوهنځی فارمسی جناب محترم دکتور آقا محمد ژکفر در خصوص دستاوردها و وضعیت عمومی پوهنځی مذکور: