د کابل پوهنتون رئيس د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سره وکتل

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۹:۲۸
546768

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د پوهنتون د کرنې پوهنځي د رئیس ښاغلي پوهنمل صفي الله جوهر په ملتيا د کرنې او مالدارۍ وزير ښاغلي مولوي عطاء الله عمري سره د نوموړي په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د لوړو زده کړو وزير شيخ نداء محمد ندیم په لارښوونه ترسره شوه، د هيواد  د پوهنتونونو د استادانو او د کرنې وزارت د مسلکي کارمندانو ترمنځ د ګډو څېړنو، په ولايتونو کې د زراعت پوهنځيو او د زراعت وزارت د کرنې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو، د هېواد د خوړو خوندیتوب او ځانبسیاینې په پار د نظرونو شریکولو او همغږۍ په موخه د کابل پوهنتون د استادانو او د زراعت وزارت د متخصصینو ګډې کمېټې پر جوړولو خبرې وشوې.

د کابل پوهنتون رئیس په خپلو څرګندونو کې وويل، چې د هيواد د کرنې او مالدارۍ برخې د لا پياوړتيا لپاره اړينه ده چې په دې برخه کې علمي او عملي فعاليتونه په موازي ډول پرمخ ولاړ شي او دا کار هغه وخت ممکن دی چې د کرنې وزارت او د هيواد د پوهنتونونو د مسلکي اشخاصو ترمنځ هماهنګي رامنځته شي، وخت په وخت د نظرونو د تبادلې لپاره منظمې ناستې وشي، او په دې برخه کې د کابل پوهنتون هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د کرنې او مالدارۍ وزير وويل: زموږ موخې شريکې دي، د هيواد د زراعت په برخه کې د مسلکي اشخاصو نظرونو او مشورو ته اړتيا لرو، زه د کرنې وزارت د مسوول په توګه له لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوم، او د دې لپاره چې دا همکاري لا ښه تنظيم شي نو غوره ده چې د دوه اړخیزو همکاريو هوکړه ليک ولرو».

 په دې کتنه کې د کابل پوهنتون او د زراعت وزارت د متخصصینو د ګډې کمېټې پر جوړولو موافقه وشوه چې جزئیات به يې د دواړو وزارتونو ترمنځ په لاسليکېدونکې هوکړه ليک کې ځای په ځای شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۴۳
Background image

الدعوة لتقديم الأبحاث والمقالات العلمية للنشر في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل

تقبل رئاسة المجلات في وكالة البحث والتحقيق لجامعة كابل الأبحاث والمقالات العلمية في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل (JIS) ، وتدعو الباحثين والعلماء الكرام إلى تقديم الأبحاث. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۳۹
Background image

برنامه‌های ارتقای ظرفیت محصلان آغاز شد

به‌منظور ارتقای ظرفیت محصلان پوهنتون کابل، برنامه‌های مختلف آموزشی رایگان آغاز گردیده است.

در این برنامه‌ها، زبان‌ها، آموزش‌های کمپیوتری، فن بیان ، مهارت‌های شغلی، روش‌های تحقیق، خطاطی. . .

برگشت به اخبار

گالری رسانه

۲۰۹۶ تن از محصلین پوهنتون کابل به سطح لیسانس فارغ شدند

پیشرفت‌های پوهنتون کابل پس از پیروزی

گزارش تصویری مرکز معلومات افغانستان در پوهنتون کابل:

پوهنځی انجنیری پوهنتون کابل

مولوی عبدالسلام حنفی صاحب معاون اداری ریاست الوزرای ا.ا.ا:

سخنرانی معاون سیاسی ریاست الوزرا محترم مولوی صاحب عبدالکبیر در مراسم جشن فراغت محصلین پوهنتون کابل:

از ۲۲ پوهنځی پوهنتون کابل ۲۳۰۸ تن محصلین به سطح لیسانس فارغ شدند جزیات بیشتر در راپور ویدیویی ذیل تماشا نمایید.

راپور ویدیویی از فعالیت ها و دستاوردهای پوهنځی کیمیا پوهنتون کابل در اینجا قابل مشاهده است.

پوهنځی علوم وترنری پوهنتون کابل. جزئیات بیشتر را در گزارش ویدیویی ذیل دنبال کنید.

گزارش ویژه از تاریخچه، دست آوردها و برنامه های آینده پوهنځی فزیک پوهنتون کابل:

گزارش مختصری از فعالیت های انجام شده پوهنتون کابل در ماه اسد.

گفتگوی ویژه با رئیس پوهنځی فارمسی جناب محترم دکتور آقا محمد ژکفر در خصوص دستاوردها و وضعیت عمومی پوهنځی مذکور: