ښاغلی پوهنوال ډاکټر ګل محمد باسل د بهرنیو ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د رییس په توګه وګومارل شو

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۱۳:۱۱
literature

د لوړو زده کړو وزارت په وړاندیز او د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د مقام په منظورۍ ښاغلی پوهنوال ډاکټر ګل محمد باسل د کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د رییس په توګه وګومارل شو. د روان لمریز کال د کب پر دویمه د دوشنبې پر ورځ په همدې اړه جوړه شوې غونډه کې نوموړی د کابل پوهنتون د علمي چارو د مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي له خوا د بهرنیو ژبو او ادبیات د پوهنځي استادانو او کارکوونیکو ته ور وپېژندل شو.

ښاغلی پوهاند شریفي نوموړي ته په ورسپارل شوې دنده کې د برې پر هېلې سربېره وویل چې د چارو د لا پرمختګ لپاره په اداره کې بدلون یو مهم اصل دی؛ چې ټول یې باید درناوی وکړو. د علمی چارو مرستیال له ښاغلي پوهنوال ډاکټر باسل څخه په اوسنیو ستونزمنو حالاتو کې د درسي کیفیت، د چارو د لا ښه والي او په پوهنځي کې د نظم د ټینګښت لپاره د زیار غوښتنه وکړه. نوموړي هیله وښوده چي ښاغلی باسل د بهرنیو ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې مثبتو بدلونو د راوړو وړتیا لري.

د بهرنیو ژبو او ادبیاتو د پوهنځي رییس ښاغلی پوهنوال ډاکټر ګل محمد باسل؛ پر ده د کړي باور له امله  د کابل پوهنتون د رهبرۍ، د لوړو زده کړو وزارت او د افغانستان د اسلامي امارت د مننې سربېره ژمنه وکړه چې په خپل ټول وس سره به د درسی کیفیت د لوړوالي، د ښو خدمتونو د وړاندې کولو، تر لیسانس د لوړو پروګرامونو د رامنځته کونې او پرمختیا او په پوهنځي کې د نظم او مقررو د ټينګښت په لار کې به د زړه له کومې هڅې کوي.

ښاغلي باسل زیاته کړه چې د چارو د ښه پرمخ بیولو لپاره د کابل پوهنتون د ریاست، د استادانو چارو د امریت او د خپل پوهنخي د استادانو او کارکوونکیو ملاتړ اړین دی او هیله یې وکړه چې په دې برخه کې ورسره همکاري وشي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې هڅه به وکړي چې په پوهنځي کې وړاندې کېدونکی خدمات غوره، ځوابګر او د محصلینو له اړتیا سره سم شي.

تر ده وړاندې د نوموړي پوهنځي ریاست د ښاغلي پوهنوال محمد اسماعیل ناصري پر غاړه و.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۴۳
Background image

الدعوة لتقديم الأبحاث والمقالات العلمية للنشر في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل

تقبل رئاسة المجلات في وكالة البحث والتحقيق لجامعة كابل الأبحاث والمقالات العلمية في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل (JIS) ، وتدعو الباحثين والعلماء الكرام إلى تقديم الأبحاث. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۳۹
Background image

برنامه‌های ارتقای ظرفیت محصلان آغاز شد

به‌منظور ارتقای ظرفیت محصلان پوهنتون کابل، برنامه‌های مختلف آموزشی رایگان آغاز گردیده است.

در این برنامه‌ها، زبان‌ها، آموزش‌های کمپیوتری، فن بیان ، مهارت‌های شغلی، روش‌های تحقیق، خطاطی. . .

برگشت به اخبار

گالری رسانه

۲۰۹۶ تن از محصلین پوهنتون کابل به سطح لیسانس فارغ شدند

پیشرفت‌های پوهنتون کابل پس از پیروزی

گزارش تصویری مرکز معلومات افغانستان در پوهنتون کابل:

پوهنځی انجنیری پوهنتون کابل

مولوی عبدالسلام حنفی صاحب معاون اداری ریاست الوزرای ا.ا.ا:

سخنرانی معاون سیاسی ریاست الوزرا محترم مولوی صاحب عبدالکبیر در مراسم جشن فراغت محصلین پوهنتون کابل:

از ۲۲ پوهنځی پوهنتون کابل ۲۳۰۸ تن محصلین به سطح لیسانس فارغ شدند جزیات بیشتر در راپور ویدیویی ذیل تماشا نمایید.

راپور ویدیویی از فعالیت ها و دستاوردهای پوهنځی کیمیا پوهنتون کابل در اینجا قابل مشاهده است.

پوهنځی علوم وترنری پوهنتون کابل. جزئیات بیشتر را در گزارش ویدیویی ذیل دنبال کنید.

گزارش ویژه از تاریخچه، دست آوردها و برنامه های آینده پوهنځی فزیک پوهنتون کابل:

گزارش مختصری از فعالیت های انجام شده پوهنتون کابل در ماه اسد.

گفتگوی ویژه با رئیس پوهنځی فارمسی جناب محترم دکتور آقا محمد ژکفر در خصوص دستاوردها و وضعیت عمومی پوهنځی مذکور: