په کابل پوهنتون کی د محصلانو ظرفیت جوړونه

موخه: د محصلانو د کاري سطحې لوړول او د راتلونکو وظیفو لپاره اماده کول.

په کابل پوهنتون کې یو له مهمو اهدافو څخه د محصلانو د ظرفیت لوړول دي او په کاري برخو کې د زیات موفقیت اړین مهارتونه او پوهې زده کړې او فراغت زیات ډاډ دی. دا یو د ستراتیژیک پلان له مهمو برخو څخه دی ځکه د محصلانو ظرفیت جوړونه د پوهنتون کامیابي او پرمختګ بلل کېږي. له دې ور ا خوا د محصلانو ظرفیت جوړونه په بېلابېلو کاري برخو کې د کامیابي باعث کرڅي.

دغې موخې ته د رسېدو لپاره بېلابېل فعالیتونه او استراتېژیانې په کار لوېږي چې عبارت دي له:

  • څېړنیزه همکاري
  • په چالشونو پورې اړونده همکاري
  • معلوماتو ته لاسرسی
  • د محصلانو لپاره معاوضوي پروګرامونه
  • د زده کړه ییزو خدمتونو پروګرامونه
  •  

۱.۱څېړنیزه همکاري

څېړنه د ټولو علمي نهادونو له اړینو برخو څخه شمېرل کیږي او زده کونکي باید وپوهیږي او زده کړي چې څنګه بېلابېلو ستونزو ته مناسبه حل لاره د څېړنې په تر سره کولو سره پیدا کړي.  څېړنیزه مرسته د کابل پوهنتون محصلانو سره دا مرسته کوي تر څو خپل نظریات اومهرتونه یو له بل سره شریک کړي اوله یو او بل څخه زده کړه وکړي.

د څېړنیزې مرستې اصطلاح د پوهنځیو، څانګو او یا دو څېړنیزو ګروپونو تر منځ په مساویانه ډول له ګډون سره اړیکه لري تر څو خپل نظرونو او تجربې سره شریکې کړي. دا ګړنه د محصلانو د پرمختګ او د مهارتونو د زیاتوالي سبب ګرځي. 

د دغې موضوع تطبیق به له ۱۳۹۸ لمریز کال څخه پیل شي.

۱. ۲ د ستونزو په وړاندې مرستې او همکارۍ

بله ګټوره لاره چې د محصلانو د ظرفیت د لوړوالي سبب ګرځی هغه د ستونزو په وخت کې مرستې اوهمکاري ده.  دا برخه د استاد د رول د تغیر سبب ګرځي چې د استاد نقش له انتقال کونکي څځه اسانچاري او لارښود ته تغیروي. د ستونزو په حل کې یو له بل سره مرستې مستقیمه اړیکه لري د استادانو د تدریس له میتود او  او تحصیلي نصاب سره او د ځینو مراحلو په پام کې نیول په دې برخه کې حتمي دي لکه د مسئلې د حل مهارت، د ځاني زده کړې ستراتيژي، او د ګروپي ګډون مهارتونه چې دا ټول باید مهارتونه باید په کاري ژوند کې په پام کې ونیول شي.

د دغې برخې ستراتیژي به په ۱۳۹۸ کال کې تطبیق شي.

۱.۳ معلوماتو ته لاس رسی

دغې مسئلې ته د رسېدو په موخه د ځینو کړنو او ستراتيژیو پلي کول اړن دي. زده کړه ییز پروګرامونه یا  Tutorial کولای شي د یوې زده کړه ییزې لارې په تو ګه وکارول شي.  معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې  یوله بل سره ګډ کښيناستل یا Panel Discussions هم د یوې وسیلې په توګه استفاده کیدای شي.  ددغو برخو د تطبسق لپاره په کارپوه کسانو راغوښتل اړین دي تر څو له محصلانو سره  علمي خبرې اترې او نظرونه شریک کړي.  له بریالیو کسانو سره خبرې اترې او بحثونه محصلانو ته مثبته انګیزه ورکوي او په بېلابېلو برخو کې د دوی زده کړې لا پراخیږي.

ژمني زده کړه ییز پروګرامونه  هم  معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې یوه لار ده.   له دغو پروگرامونو څخه ګټه اخیستنه محصلان ته دا فرصت ورکوي چې له پوهنتونه بهر د رخصتیو په مهال کافي لاس ته راوړنې او تجربېلاس ته رواړي او په علمي برخې کې تمرینونه تر سره کړي.

د دغو پروگرامونو پیل به په راتلونکو کلونو کې په کابل پوهنتون کې تر سره شي.

۱.۴د محصلانو له‌پاره معاوضوي یا Exchange Programs  پروګرامونه

معاوضوي پروګرامونه د محصلانو د ظرقیت جوړونې په برخه کې ډېر مهم رول لري. د داسې پروګرامونو رامنځ ته کول او تر سره کول په زده کړه ییزو نهادونو کې مثبتې پایلې لري. د یادولو وړ ده چې د معاوضوي پروګرامونو ګټه نه یواځې په اکاډمیکه او زده کړه ییزه برخه کې ده بلکې د محصلانو د ژوند په ټولو برخو کې ګټور پروګرامونه دي. په همدې اساس به کابل پوهنتون په ټول ځواک سره کوښښ وکړي تر څو دا ډول ګټور پروګرامونه محصلانو ته برابر کړي تر څو هم زده کړي او هم له بېلابېلو فرهنګونو او ژبو سره بلد شي.

 د دغه پروګرام تطبیق د تجربې په توګه د بېلابېلو ستونزو د مناسب حل لپاره  محصلانو ته  مناسبو اسانتیاوو برابرول دي او همدا شان د محصلانو په ځان د اعتماد پیدا کولو ځواک ډيریږي.

پروگرام های معاوضوی در سال ۱۳۹۸ افزایش داده خواهد شد.

۱.۵ د زده کړې د خدمتونو پروگرامونه یا Service Learning

په بېلابېلو علمي برخو کې د زده کړه ییزو خدمتونو په واسطه له محصلانو سره مرسته چې د محصلانو په علمي او شخصي برخو کې د پرمختګ او په ټولنیزو کارونو کې د ګډون کولو سبب ګرځي.  د زده کړه ییزو خدمتو د بروګرام شاملول د تضمیت کیفت د امریت په ستراتیژیک پلان کې موخه دا ده چې له محصلانو سره په بیلابېلو برخو کې مرسته وشي.

د دغه برخې تطبیق به په ۱۳۹۹ کال کې په ټولو پوهنځيو کې پیل شي.

 

 

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم