لید لوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

د افغانستان او سیمې په کچه د ریاضیاتو په تدریس او زده‌کړه، د پوهې په تولید، څېړنه او نوښت کې په یوه مخکښ پوهنځي بدلېدل.

مأموریت:

  • د تدریس، څېړنې، تحصیلي بورسونو او لنډمهالو روزنیزو پروګرامونو له لارې، د منل شویو علمي معیارونو او معاصرې ټکنالوژۍ په کارونې سره، د استادانو د پوهې او علمي ظرفیتونو لوړول او د وړ علمي کادر روزل؛

  • د ټولنې او کار بازار اړتیاوو ته په پام سره د محصلانو د علمي او مسلکي ظرفیتونو لوړول او د ریاضیاتو، احصائیې او محاسباتو په برخو کې د مسلکي متخصصانو د روزنې لپاره د مناسب تحصیلي چاپېریال برابرول؛

  • د افغانستان له اړتیاوو سره سم د علمي څېړنو د ترسره کولو زمینه برابرول، د معیاري علمي پوهې او اثارو تولید او د ټولنې په علمي او تلپاتې پرمختګ کې فعاله ونډه اخیستل؛
  • د لوړو زده‌کړو له منل شویو معیارونو سره سم معیاري تدریس وړاندې کول او د کابل پوهنتون د نورو پوهنځیو لپاره د اړتیا وړ ریاضي مضامین په اغېزناک ډول تدریسول؛
  • د یوه پرانیستي علمي چاپېریال او اکاډمیکو همکاریو د پیاوړتیا له لارې، د افغانستان په کچه د علمي، تدریسي، محاسبوي او مدیریتي خدمتونو لپاره د وړ او ژمنو متخصصانو روزل او ټولنې ته وړاندې کول.

محوري ارزښتونه:

  • اسلامي او افغانستان شموله ارزښتونو ته پابندي او ژمنتیا؛
  • په تدریسي، علمي او څېړنیزو خدمتونو کې کیفیت ته ژمنتیا؛
  • د انساني کرامت او عزت درناوی؛
  • د سالمې علمي سیالۍ د روحیې پیاوړتیا؛
  • له فارغانو سره موخه‌لرونکې او دوامداره اړیکې؛
  • هڅې، خلاقیت، ابتکار او نوښت ته ژمنتیا؛
  • په داخلي او نړیواله کچه د علمي همکاریو پیاوړتیا او پراختیا.

۵.  ستراتیژیک اهداف:

لاندې لس ستراتیژیک اهداف د پلان اساسي محورونه جوړوي:

  1. د علمي څېړنو او نوښت پراختیا؛
  2. د رهبرۍ او مدیریت ښه‌والی، د روڼتیا پیاوړتیا او له اداري فساد سره مبارزه؛
  3. د تحصیلي نصاب بیاکتنه او پراختیا؛
  4. د علمي او اکاډمیک کیفیت لوړول او د اعتبار ورکونې لپاره د زمینې برابرول؛
  5. د برېښنايي زده‌کړو پراختیا او په تدریس کې د ټکنالوژۍ اغېزناکه کارونه؛
  6. د زیربناوو او اړینو علمي امکاناتو ښه‌والی او پراختیا؛
  7. د استادانو، کارکوونکو او محصلانو د علمي او مسلکي ظرفیتونو لوړول؛
  8. د څېړنیزو پالیسیو او فعالیتونو پیاوړتیا؛
  9. په داخلي او نړیواله کچه د علمي او اکاډمیکو همکاریو پراختیا؛
  10. د تحصیلي چاپېریال ښه‌والی او د محصلانو د خدمتونو پیاوړتیا.

 

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: