لید لوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

د لوړو زده کړو په برخه کې د ترټولو معیاري مرکز باندې د  پوهنځي بدلېدل او د معتبرو علمي معیارونو، زده کړه ایزو خدمتونو او ټولنيز باور پر بنسټ د هېواد او سیمې په کچه د یو وړ ځای ترلاسه کول دي.

مأموریت:

د حقوقي پوهې او سیاسي علومو په پرمختګ او ترویج کې برخه اخیستل او د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د علمي برنامو د پراختيا پر بنسټ مسلکي، ژمن او د ټولنې له اړتیاوو سره سم د بشري ځواک او کادرونو روزل.

موخې:

  • د ټولنې پرمخـــــتګ او ودې لپاره د حقوقو او سیاسي علومو پراختیا

 

  • د ټولنې له اړتیاوو سره سم د وړ او معیاري علمي ليکنو، وړاندې کول

 

  • د انساني کرامت، اسلامي او افغاني ارزښتونو په پام کې نیولو سره نوښتګرو، ژمنو او باوري کادرونو روزل

 

  • د هېواد عدلي، قضایي، اداري او ډېپلوماسۍ ارګانونو د بشري ځواک اړتیاوو ته ځواب ویل

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم