لید لوری، مأموریت او موخې

الف. لیدلوری

د فارمسي پوهنځی ژمن دی، چې په راتلونکي کې د معیاري تدریس، موخنې څېړنې او د باکیفیته خدماتو د وړاندې کولو له مخې د سیمې او نړۍ په کچه یو له معتبرو پوهنځيو وګڼل شي.

ب. ماموریت

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځی په هېواد کې د فارمسي څانګې د معیاري زده‌کړو اسانه او مناسبې زمینې مساعدوي، څو ځوانان له دې لارې خپلو علمي موخو ته ورسېږي، د اړتیا وړ پوهه او مهارتونه زده کړي او هېواد ته د خدمت جوګه شي.

ج. موخې

  • د تخنیکي، علمي او عصري روشونو پر بنسټ د خوراکي توکو او درملو د تولید، تورید، وېش او کنټرول په برخه کې فعال رول لوبول (Industrial Pharmacy).
  • په مسلکي او فني توګه د دولتي درملتونونو، روغتونونو (Hospital Pharmacy) او ښاري فارمسیو (Community Pharmacy) چارو پر مخ وړل.
  • د تدارکاتو او د درملو د خدماتو د چوپړ، د درملتون د پاملرنې (Pharmacy Care) او د درملو اړوندو معلوماتي او قانون جوړونې سیستم کې فعال رول لرل.
  • د کلینیکي درملتونونو (Clinical Pharmacy) چارې پرمخ وړل او د روغتونونو د درلمو ارزول.
  • بیولوژیکي معاینات ترسرول، له انتاني ناروغیو او مکروبونو سره مبارزه کول.
  • د خوراکي او سینګاري توکو د تجزیې په لابراتوارونو کې د خوراکي او ارایشي توکو کیفي تحلیل او تجزیه.
  • د طبي بوټو په اړه څېړنې او د هېواد د طبي بوټو د پلټنې، کارونې او ساتنې غوره لار لټول.
  • د اپیدیمیولوژیکي او فارمسي چارو په څېړنه او مطالعه کې فعال رول لرل.
  • د زهري موادو د پېژندلو، څېړلو، درملنې او وقایې وړتیا لرل؛ په عدلي طب، صنعتي فابریکو، د درملو او خوراکي توکو د توليد د توکسیکولوژیکي بېلګو تجزیه او تحلیل

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم