فارمکولوژي ډيپارټمنټ

الف) پېژندنه:

فارمکولوژي ډيپارټمنټ د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځۍ یو له بنسټي ډيپارټمنټونو څخه دی، چې موخه یې د طب او درمل جوړونې له پرمختګونو سره سم محصلین د فارمکولوژي، فارمکوتراپي او توکسیکولوژي په پوهه سمبالوي؛ څو وکولای شي علمي وړتیا او عملي مهارتونه زده کړي.

۱.لیدلوری:

د فارمکولوژي ریاست موخه دا ده، چې په هېواد او سیمه کې د روغتیایي خدماتو د کچې د لوړولو په موخه د معیاري تدریس او ساینسي څېړنو پر وړاندې کولو سره د فارمکولوژي، فارمکوتراپي او توکسیکولوژي څېړنو په برخه کې د باور وړ واحد په توګه وپېژندل شي.

۲.ماموریتونه:

فارمکولوژي څانګې د ماموریت په اړوند برخو کې له فراغت وروسته د خدمتونه چمتو کولو لپاره د محصلینو فارمکولوژي، فارمکوتراپي او تکسیکولوژي پوهه لوړول؛ شامل دي. د ساینسي څېړنو پیل او ترسره کول، د روغتیایي سیسټم ښه کولو لپاره مسلکي خدمتونه وړاندې کول هم د یادې څانګې له ماموریت څخه دی.

3.بنسټي موخې:

  • د درمنلې په بهیر کې اغیزمن ګډون.
  • له درمولو معقوله ګټه اخیستنه.
  • د درملو په ساتنه کې اغېزمن ګډون( د فارماکوتراپي پلانونو ډیزاین، نظارت او پلي کولو کې ګډون).
  • د روغتیایي خدماتو د کچې لوړولو لپاره درملتون او توکسیولوژي کې د ساینسي څېړنو ترتیب او پلي کول.
  • د ملکیتونو، د اغېزو میکانیزم، د استخراج طریقې، د زهرجنو موادو اندازه موندل او معلومول او د مسممویت د مخنیوي او درملنې له میتودونو سره پېژاند.

ج) لابراتوار او زده‌کړیز تجهیزات:

د فارمکولوژي لابراتوار دا تجهیزات لري: سپکتروفوټومتر، safte hood، د تجربو ترسره کولو لپاره ښیښې، برېښنایي داش، دیجیتل پیمانه او په څنګ کې یې د محصلینو لپاره د لاندې تجربو د ترسره کولو وړتیا لري:

  • په لابراتواري څاوریو تجربې ترسره کول.
  • په بیولوژیکي نمونو کې د زهرجنو موادو تشخیص لپاره ازموینې.

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم