د کلینیک ډیپارټمینټ
د کلینیک ډیپارټمنټ د وترنري علومو پوهنځي له مهمو او بنسټیزو ډیپارټمنټونو څخه دی، چې د کلینیکي مضمونونو د بشپړولو له لارې محصلان د فراغت او مسلکي کېدو پړاو ته رسېږي. دا ډیپارټمنټ اساسي مضمونونه لکه فارمکولوژي، توکسیکولوژي، کلینیکي تشخیص، جراحي، داخله طب او تریوجنولوژي په نظري او عملي ډول تدریسوي. ډیپارټمنټ د تدریسي او مجهز کلینیک لرونکی دی، چې د محصلانو د عملي کارونو لپاره مناسب امکانات لري او هره ورځ هېوادوالو ته د وترنري روغتیایي خدمات وړاندې کوي. سربېره پر دې، محصلان د علمي کادر تر نظارت لاندې د تشخیص، مخنیوي او درملنې په برخو کې لارښوونې ترلاسه کوي. کلینیکي مضمونونه محصلانو ته د تشخیص، مخنیوي، درملنې او د روغتیا د ساتنې وړتیا ور زدکوي. محصلان خپلې نظري زدکړې په عملي ډول په کلینیک کې تطبیقوي او خپلې مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې کوي، څو وکولای شي دغه مهارتونه په اغېزمن او مصون ډول وکاروي او ناروغ حیوانات تداوي او معالجه کړي.
دا ډیپارټمنټ په کلینیکي برخه کې لوړ علمي ظرفیت لري او کولای شي بېلابېلو سکتورونو ته د هغوی د کاري اړتیاوو له مخې مشورې، همکاري او تخنیکي ملاتړ وړاندې کړي. همدارنګه، د هېواد د مالدارۍ ټولنې ته د وترنري صحي خدماتو د وړاندې کولو لپاره دوامداره هڅې کوي. خصوصي متشبثین کولای شي د چرګانو فارمونو، غواګانو فارمونو، د پسونو او وزو فارمونو او نورو تولیدي فارمونو په برخه کې له دغو صحي او کلینیکي خدماتو څخه ګټه واخلي. ډیپارټمنټ د چاپېریال ساتنې له خپلواکې ادارې سره همکاري لري. سربېره پر دې، د مسلکي او علمي ظرفیت لوړول د ځانګړو تجدیدي دورو له لارې یوه بله مهمه لاره ده، څو مسلکي خدمات بنسټیز شي. دا چاره د لنډمهاله تجدیدي روزنیزو کورسونو، عملي او څېړنیزو ورکشاپونو، علمي سیمینارونو او کنفرانسونو د تنظیم له لارې ترسره کېږي.
ډیپارټمنټ تدریسي شفاخانه لري او د خدماتو د وړاندې کولو له لارې عاید تر لاسه کوي، چې دا چاره د ملي عوایدو د پیاوړتیا او د ځانبساینې لامل ګرځي. همدارنګه، محصلان د عملي کارونو او ستاژ له لارې خپلې علمي زېرمې او مسلکي مهارتونه زیاتوي. دا ډیپارټمنټ ټولنې ته د خدماتو د وړاندې کولو له لارې ښه عاید لري او هر کال یې په منظم ډول د دولت خزانې ته سپاري. ډیپارټمنټ د دوکتورا او ماستري کچې علمي کادر، د تدریسي کلینیک آمر او یو لابراتواري تخنیکر لري. د دې ډیپارټمنټ علمي کادر غړي مسلکي تجربه او لوړې کلینیکي وړتیاوې لري او هره ورځ د ټولنې په خدمت کې دي. د شته اسانتیاوو په لرلو سره، دا ډیپارټمنټ کولای شي د دولتي او خصوصي سکتورونو لپاره د علمي او تطبیقي څېړنو مناسب فرصتونه برابر کړي.