د ښاري طراحۍ او پلان ډیپارټمنټ

الف  د ډيپارټمنټ پېژندنه:

دا دیپارټمنټ ژمن دی چې معیاري روزنیر خدمات وړاندې کړي چې ددې ډيپارټمنټ محصلین د معتبرو علمي څېړنو او عملي کار جوګه وي.

ب  د ډيپارټمنټ موخې:

۱- لیدلوری:

د ښاري پلان او طراحۍ دیپارټمنټ غواړي چې د هېواد د پراختیا لپاره وړ متخصصین وروزي، چې د سیمې په کچه د ښاري پلان او طراحۍ، ښارونو د طراحۍ، ښاري ټرانسپورټ، تجزیه، ښارونو د تحلیل، د ښار د چاپېریال طراحي او پلانول، د ښاري اوبو تنظیم، چاپېریال او ښاري مدیریت کې فعالیت ولري.

د ښارجوړونې او تنظیم په برخه کې د ژمنو، نوښتګرو او وړ متخصصانو روزنه؛ چې خپل مهارتونه پراخ کړي او د ښارونو د تحلیل، طراحۍ، اوبرسونې د سیستمونو د مدیریت، ښارونو د مدیریت او پلانولو په برخه کې له دې مهارتونو ګټه واخلي.

۱- بنسټي موخې

دا ډيپارټمنټ هڅه کوي چې د ښاري پلان اوطراحۍ په برخه کې داسې متخصص او متعهد محصلین وروزي چې د ليسانس تر بشپړلو وروسته لاندې وړتیاوې ولري:

  • د انجنیري- تخنیکي موسساتو کې د تدریس وړتیا
  • د ښاري سیستم او نورو اړوندو سیستمونو طراحي، اجرا او تدوین
  • د ښاري پروژو د طراحۍ او اجرا وړتیا
  • د ځیرکو ښارونو په طراحۍ کې د علمي تحقیقاتو د ترسره کولو وړتیا
  • د مسلکي-تخنیکي وړتیاوو د لوړلو لپاره د پروګرامونو د طراحۍ وړتیا
  • د ښاروالیو له پروژو د څارنې وړتیا لرل
  • د ماسټرۍ پروګرام ته د محصلینو د شاملېدو زمینه برابرول.

ج. تحصیلي نصاب(تخصصي مضمونونه)

474

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم