د ژورنالېزم ډيپارټمنټ

1. پېژندنه:

دا ډيپارټمنټ پر ۱۳۶۵هـ له د پوهنځي له جلا کېدو سره سم د راډیو او ټلوېزیون په نامه تاسیس شو، پر ۱۳۹۶ یې نوم د ژورنالېزم په ډيپارټمنټ واوښت چې هر کال د رسنیو په برخه کې لسګونه مسلکي کسان ټولنې ته وړاندې کوي. پخوا دې ډيپارټمنټ محصلینو ته د پوهنځي دننه د عملي زده کړو اسانتیاوې نه وې برابرې خو د پوهنځي د نوې ودانۍ په ودانيدلو او د راډیو او ټلوېزیون پرمختللو سټوډیوګانو په جوړېدو سره محصلین هم خپلې عملي چارې د استادانو تر څارنې او لارښونې لاندې همدلته ترسره کوي، د دې ډيپارټمنټ زيات استادان د ماسټرۍ په کچه زده کړې لري چې په هېواد او له هېواده بهر( روسیه، چین، هند او ایران) کې ترلاسه کړي دي.

2. لرلید:

د ژورنالېزم ډيپارټمنټ هڅه کوي چې محصلینو ته د وینا د ازادۍ په برخه کې د ملي او نړیوالو ارزښتونو په پامنیوي مسلکي زده کړې ورکړي. هڅه کوي چې د ماسټرۍ او پي ایچ ډي په کچه زده کړې پیل کړی.

3 . دنده:

  • د دې ډيپارټمنټ محصلینو ته د معیاري او علمي ژورنالېزم زده کړه
  • د اوسمهالو اړتیاو سره سم د درسي محتوا او کیفیت لوړونه
  • په رسنیو کې د چلوونکي، د خپرونو د چمتو کوونکي، ایډيټر، خبریال او... په محصلانو دعلمي ظرفیتونو لوړونه.
  • بلند بردن قابلیت‌های حرفه‌یی محصلان برای هماهنگی با بازار کار و دریافت توانایی‌های ارتباطی با محیط‌های کار؛
  •  په دې رشته کې د استادانو له خوا د علمي- څېړنیزو تحقیاتو ترسره کول.
  •  د پوهنځي له لابراتوارونو او امکانانو څخه مناسبه ګټنه
  • د ماسټرۍ او پي ایچ ډي د زده کړو د مرکز او د سیمې له هېوادو سره د یوه برابر مرکز په توګه د دې ډيپارټمنټ لوړونه.

5. نصاب (تخصصي مضمونونه)

ګڼه

د مضمون نوم

کوډ نمبر

کریډیت

ګڼه

د مضمون نوم

کوډ نمبر

کریديټ

1

د ارتباطاتو بنسټونه

CJGe1f08

۲

15

په رادیو و ټلوېزیون کې خ بر لیکنه

CJGe4s03

۳

2

د افغانستان د ژورنالېزم تاریخ

CJGe2s03

۳

16

نوې(رسنیز) ټکنالوژۍ

CJGe4s04

۳

3

په مطبوعاتو او ویب کې خپرلیکنه

CJGe3f03

۳

17

د خبرونو ایډیټ او مدیریت

CJGe4s05

۲

4

فوتوژورنالیزم (نظری او عملی)

CJGe3f05

۴

18

په مطبوعاتو کې ګزارش لیکنه

CJGe4s07

۳

5

د نړۍ د رسنیو تاریخ

CJGe3f07

۲

19

رسنۍ او ټولنه

CJGe4s08

۴

6

د راډیوخپرونو تولید

CJJ5f01

۴

20

ټلوېزیوني راپور لیکنه

CJJ6s01

۳

7

رسنیز اخلاق او حقونه

CJJ5f03

۴

21

انلاین ژورنالېزم

CJJ6s03

۳

8

 د چاپی رسنیو چمتونه اوچاپ

CJJ5f04

۳

22

په ټولیزو ارتباطاتو کې څېړندود

CJJ6s04

۲

9

د سوداګریزو اعلانونو بنسټونه

CJJ5f05

۳

23

څېړنیز ژورنالېزم

CJJ6s01

۲

10

د خبر ایډیټ او مدیریت

CJJ5f06

۳

24

ویدیو ژورنالیزم

CJJ6s07

۳

11

ټلوېزیوني مستند

CJJ7f6s01

۳

25

د رسنیو مدیریت

CJJ8s01

۳

12

پراختیايي ژورنالېزم

CJJ7f01

۲

26

د ټلوېزیوني خپرونو علمي کار

CJJ68s04

۴

13

د ټلوېزیوني خپرونو تولید

CJJ7f01

۴

27

ډيټا ژورنالیزم

CJJ8s01

۳

14

ګڼ رسنیز رپورټنګ

CJJ8s06

۳

 

 

 

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم