د چينایي ژبې ډيپارټمنټ

الف. پېژندنه:

د ۲۰۰۸ زیږدیز کال د جنورۍ په میاشت کې چې د ۱۳۸۷ لمریز کال سره سمون لري د کابل پوهنتون د چینایي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ د ( هن بن) مرکز، کابل پوهنتون او د تای یوان جي پوهنتون په ګډه همکارۍ سره تاسیس شو. د چینایي ژبې زده‌کړه د کنفسیوس انستیتوت او د چینایي ژبې او ادبیاتو د ډيپارټمنټ له رامنځته کېدو سره هم مهاله د دوو تنو چینايي استادانو په واسطه ۱۴ تنو محصلانو ته په کابل پوهنتون کې پیل شوه. د هر کال په تېرېدو دا محصلان ډیریږي. په ۲۰۱۱ کال کې چينايي استادان له افغانستان او کابل پوهنتون څخه ووتل. له نېکه‌مرغه په همدې کال له همدې ډيپارټمنټ لومړني افغان فارغان د یاد ډيپارټمنټ د لومړني افغان استادانو په توګه وګومارل شول او د چینایي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ درسي او ادري مکلفیتونه یې په غاړه واخیستل. له دوو کلونو وروسته په ۲۰۱۳ لمریز کال کې د کنفسیوس مرکزی انستیتوت خپل ملاتړ د دویم ځل لپاره د کابل پوهنتون د چینایي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ سره پیل کړ چې دا ملاتړ تر اوسه دوام لري. دې اکادمیک مرکز وکړای شول چې ډېر شمېر د چینایي ژبې او فرهنګ علاقه‌مندان جذب کړي او د کنفسیوس د مرکزي انستیتوت په مرسته او ملاتړ د ببلا بېلو بورسیو په ورکړې سره د چین هېواد په بېلا بېلو پوهنتونونو کې په شرایطو برابر د استادانو، محصلانو او څېړنکو ته د څېړنې او زده‌کړې فرصت برابر کړي. دا بورسیې د چینایي ژبې د لنډ مهاله زده کړې، لیسانس، ماسترۍ او دکتورا په کچه دي.

تر ۲۰۱۹ کال پورې د ۴۲۱ محصلان په ۹ دورو کې د یادې ډيپارټمنټ لیسانس ته جذب شوي چې له دې جملې ۲۷۴ تنه په څو پرلپسې دورو کې هر کال له بورسونو څخه په بېلا بېلو د یو سمستر، یوکلن، لیسانس، ماسترۍ او دکتورا پروګرامونو کې ترې برخمن شوي او تر اسه ۱۷۰ تنه له نوموړي ډيپارټمنټ فارغ شوي دي.  

یاد ډيپارټمنټ په دې بریالۍ شوې ده چې د اچ اس کی نړیوالې ازموینې مرکز په دې ډيپارټمنټ کې رامنځته کړي او د کال په اوږدو کې څو ځله ازموینه دایره کړي.

په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د چین په ملاتړ د چینایي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ تعمیر بشپړ او د چین هېواد د سفارت او د کابل پوهنتون د مشرانو په ګډون ګټې اخیستنې ته وړاندې شو. دا ښکلې ودانۍ په ۲۰۰۰ متر مربع ځمکه کې د مجهزو درسي خونو، فرهنګي خونه، کمپیوټر لب، د ۱۵۰ تنو په د ځایېدو په ظرفیت مجهز تالار او کتابتون د ۳۰۰۰ ټوکو کتابونو په درلودو سره جوړه شوې ده.

ب. موخې:

۱. لیدلوری:

د چینایي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ ستراتیژیک پلان د یادې ډيپارټمنټ د اړتیاوو او د لوړو زده‌کړو وزارت د نویو نظریو په پام کې نیولو سره تدوین شوی دی. د دې پلان منځپانګه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ستراتیژیک پلان سره مطابقت لري چې د یادې ډيپارټمنټ د اوسنۍ وضعې ته په کتلو سره ترتیب شوی دی.

د چینایي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ ستراتیژیک پلان لنډمهاله او اوږد مهاله پلانونونه لري چې پیل یې د ۱۳۹۷ لمریز کال څخه شوی او د ۱۴۰۱ کال تر پایه به دوام وکړي.

د نوموړي پلان تطبیق به د چینایي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ سره مرسته وکړي تر څو خپلو ځانکړو موخوته چې د دې ډيپارټمنټ ارتقا یوه بااعتباره او پېژندل شوي په ملي اونړیواله کچه اکاډمیک مرکز ته چې د متخصصو او ګاونډیو هېوادونو سره د هم‌سویي کادرونو روزنه او د ښو وړتیاوو درلودونکو فارغانو وړاندې کول ټولنې ته دي تر څو زموږ ټولنه د څېړنې په برخه کې ښه مسیر ته برابره کړي.

۲. ماموریت:

د بهرنۍ ژبې د متخصصو، مسلکي او باخبره ښوونکيو روزنه، په ځانګړې توګه د چینایي ژبې، فرهنګ، تمدن او ادب د تدریس په برخه کې د ټولنې د ملي او اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره.

د یوې سالمې او ښې زده‌کړه‌ییزې فضا رامنځته کول د محصل محورۍ اصل په پام کې نیولو سره د محصلانو د مهارتونو او استعدادونو د غووړولو لارې د چینایي ژبې د اخرینې سویې د نړیوال دیپلوم C2 د تر لاسه کولو په موخه.

  • د خدمت کولو د روحیې رامنځته کول او تقویه کول، د زړونو د یوالي او یو بل منلو د حس پیدا کول، متقابل درنښت، اعتماد، کوښښ، او پرمختګ د محصلانو او استادانو تر منځ.
  • د چینایي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ محصلانو او استادانو ته د بورسیو د خدمتونو د فرصت پیدا کول د هېواد د ښه خدمت کولو په موخه

۳. اساسي موخې:

  • د ټولنې د اړتياو د پوره کولو او چينايي ژبو وګړو ته د لوړ اسلامي کلتور ورپيژندلو په موخه د چينايي ژبې د تکړه او مجربه استادانو او ژباړونکيو روزنه.
  • له چينايي ژبې څخه ملي ژبو او له ملي هغو څخه چينايي ژبې ته د پوهې انتقال.
  • د افغانستان او چین تر منځ په ځانګړي ډول د کابل پوهنتون او د چین د څېړنیزو، فرهنګي او تحصیلي مرکزونو ترمنځ د ارتباط پل ساتل.
  • بيلابيلې علمي او فرهنګي کړنې ترسره کول چې د دواړو لورو د ژبو دري-چینایي او پښتو-چینایي د ښه پېژندنې سبب وګرځي.

ج. توامیتونه:

د چینایي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د کنفیسیوس انستیتوت سره توامیت لاسلیک کړ چې له دې لارې کولای شي د چین هېواد له نورو پوهنتونونو سره اړیکې لري.

د. درسي نصاب (تخصصي مضمونونه)

ګڼه

د مضمون نوم

کود نمبر

کرېدېت

ګڼه

د مضمون نوم

کود نمبر

کرېدېت

1

د بیان فن۱

LL.CH.0317

3

۱۷

ګرامر 1

LL.CH.0523

4

2

د بیان فن ۲

LL.CH.0417

3

18

ګرامر ۲

LL.CH.0623

4

3

د بیان فن۳

LL.CH.0517

3

19

ګرامر۳

LL.CH.0723

4

4

د بیان فن ۴

LL.CH.0617

3

20

ګرامر۴

LL.CH.0823

4

۵

د بیان درک۱

LL.CH.0318

3

21

د ژباړې فن۱

LL.CH.0724

4

6

د بیان درک ۲

LL.CH.0418

3

22

د ژباړې فن۲

LL.CH.0824

4

7

د بیان درک ۳

LL.CH.0518

3

23

د ویدو درک ۱

LL.CH.0725

2

8

د بیان درک ۴

LL.CH.0618

3

24

د ویدو درک ۲

LL.CH.O825

۲

9

د لیکني متن درک ۱

LL.CH.0319

3

25

 فرهنگي مهارتونه۱

LL.CH.0126

1

10

د لیکني متن درک ۲

LL.CH.0419

3

26

فرهنگي مهارتونه ۲

LL.CH.0226

1

11

د متن تحلیل اوتجزیه ۱

LL.CH.0520

3

27

د چین فرهنګ ۱

LL.CH.0327

1

12

د متن تحلیل او تجزیه ۲

LL.CH.0620

3

28

د چین فرهنګ ۲

LL.CH.0427

1

13

د لیکوالۍ فن1

LL.CH.0321

3

29

د چین فرهنګ 3

LL.CH.0527

1

14

د لیکوالۍ فن 2

LL.CH.0421

3

30

د چین فرهنګ 4

LL.CH.0627

1

15

مقاله لیکنه1

LL.CH.0522

3

31

چین پېژندنه 1

LL.CH.0728

1

16

مقاله لیکنه 2

LL.CH.0622

3

32

چین پېژندنه 2

LL.CH.0828

1

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم