د پوهنځۍ اوسنی حالت

د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځی د کابل پوهنتون یو له پخوانیو پوهنځیو څخه ده، چې دری مختلفې څانګې لري؛ د ارتباطاتو مطالعې څانګه، د ژورنالیزم  او د عامه اړیکو څانګه. دغه پوهنځۍ د خپلواکې ودانۍ درلودونکې ده چې په دریو پوړونو کې درسی خونې، تدریسی مدیریتونه او د استادانو دفترونه شتون لري.

د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځی کې ټولټال ۲۴ تنه استادان چې د دوکتورا او ماسترۍ تر تحصیلی کچو پورې زده کړې لري او د پوهنیار له علمي رتبې څخه تر پوهاند علمي رتبې پورې په تدریس باندې بوخت دي.

په دغه پوهنځۍ کې ټولټال (۴۳۰) نارینه او (۳۳۶) ښځینه محصلین په دریو څانګو کې چې ټولټال (۷۶۶) کسان کیږي زده کړې کوي چې هره څانګه خپل ځانګړی نصاب لري. د یادولو وړ ده چې د ژورنالیزم کلستر هم بشپړ شوی او ډیر ژر به یې تطبیق پیل شي.

د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځي د ماسترۍ پروګرام د ژورنالیزم پوهنځی په چوکاټ کې د لومړي ځل لپاره په ۱۴۰۲ کال کې پیلېږي. دا پروګرام دېرش کسان (داوطلبان، د کابل پوهنتون استادان او د لوړو زده کړو وزارت اداري کارکوونکي) مني.

دا پوهنځۍ درې فعال لابراتوارونه لري؛ د کابل پوهنتون غږ راډيو، تلویزیوني سټوډيو  یوه ښوونيزه سټوډيو او د چاپ خونه ده چې په هر لابراتوار کې يو تخنيکي کس(تیکنیشن) د محصلينو لپاره د لارښود په توګه کار کوي. په دې لابراتوارونو کې، د مهالویش پر بنسټ، د اړوندو موضوعاتو عملي کارونه پلي کیږي. د کابل پوهنتون غږ راډیو نشراتو رسمي جواز لري او هره ورځ درې ساعته په ایف ایم ۱۰۷.۶ خپرونې کوي.

د ارتباطاتو او ژورنالیزم په پوهنځی کې یو مجهز کتابتون شتون لري چې په پښتو، دری او انګلیسي ژبو نږدې دوه زره ټوکه کتابونه لري.

د غه پوهنځی هر کال له رسنیزو بنسټونو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کوي، چې د دې تړونونو پر بنسټ محصلین د دې موسسو له خوا په عملي کارونو او مونوګراف لیکلو کې همکاري کوي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم