د پوهنځی د ماسټرۍ برنامې معرفي

د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي په کال ۱۳۹۲ ه ل کې د ښوونیز مدیریت تر عنوان لاندې د ښوونیز مدیریت په چوکاټ کې د ماسټرۍ پروګرام د جوړولو حکم تر لاسه کړ. د فراغت پروګرامونو ټولو شرایطو ته په پام سره تر اوسه پورې، دا برنامه په منظمه توګه دوام لري.

ښوونیز مدیریت او رهبري د لوړو او نیمه لوړو زده کړو په مؤسسو کې د تخصصي فعالیتونو یوه له خورا اړینو پروسو څخه ده، چې اصلي او بنسټي موخه یې د ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو اغیزمنول او ښه کول دي او همدارنګه د ښوونې په اړه د بنسټونو او سازمانونو د ستراتیژیو او پالیسیو پلي کول دي، چې د پلان جوړونې، تنظیمونو، تصمیم نیولو، لارښوونو او د مشـرتابه له لارې د ټاکل شوو تعلیمي او تحصیلي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره مخکې له مخکې ټاکل کېږي.

د لوړو زده کړو په وزارت، د پوهنې په وزارت، عامه ادارو او د نورو اړوندو بنسټونو په بېلابېلو دورو کې د ژمنو مسلکي او تخصصي مدیرانو کمښت د روزنیز مدیریت په اداره کې د ماسټرۍ د پروګرام د جوړولو ارزښت او اړتیا ښه څرګندوي.

د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي، د دې حقیقت په پوهېدلو سره، هڅه کړې چې د ماسټري د پروګرام را منځ ته کولو ته چې د لوړو زده کړو وزارت له مهمو او ستراتېژیکو موخه څخه و، اقدام وکړي.

د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي مخکې په دوو ډيپارټمنټونو پیداګوژي او ارواپوهنه کې د ماسټري پروګرام درلود، چې په ۱۳۶۴ کال کې یې فعالیت پیل کړی و او څو دورې فارغان یې په یادو دوو ډيپارټمنټونو کې ټولنې ته وړاندې کړي. اوس هم د دې پروګرام د جوړېډو شرایط د پرمختللو هېوادونو د تحصیلي بنسټونو له طرزالعملونو سره مطابق دي.

د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځی د علمي کادرونو له پلوه بډایه دی او د یوه مجهز کتابتون درلودونکی او د دې پروګرام د تدریس لپاره وړ ځای دی، خواریکښ او هڅاند محصلان لري، نو د ارواپوهنې او روزنیزو علومو په پوهنځي کې چې د روزنیزې ارواپوهنې، پیداګوژۍ، ښوونیز مدیریت او د لارښوونې او مشورې ډیپارټمنټونه لري، د ښوونیز مدیریت د ماسټرۍ د پروګرام جوړېدل، د لوړو زده کړو وزارت د موخو په مخ ته وړلو، د محصلانو او ښوونکو د علمي او مسلکي کچې په لوړتیا، په ځانګړې توګه د پیداګوژي په ډيپارټمنټ کې، د مسلکي مهارتونو، ښوونیزې ټکنالوژۍ، د ښوونیز او تحصیلي نصاب پرمختیا، د څېړنې میتودونه، ښوونیزه ارواپوهنه، روزنیزه رهبري او مدیریت، روزنیزه پلانګذاري، پالیسي جوړونه، نظارت او روزنیزه ارزونه او نورو برخو کې مهم رول ترسره کړی.

د دې ته په کتو چې په بهر کې د لوړو زده کړو امکانات ډېر لږ او محدود دي او زموږ لپاره غیر اقتصادي دي او د هېواد اړتیاوې په اوسني وخت کې نه پوره کوي؛ د ځان بساینې په منظور او د هېواد په داخل کې د لوړو زده کړو د کچې د لوړوالي او د نویو مسلکي ظرفیتونو د را منځ ته کولو، د باکیفیته ښوونیزې او روزنیزې کچې د لوړوالي په پار، د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د لوړو زده کړو وزارت د ستراتيژۍ مطابق او د ماسټري پروګرام لایحې ته په پام، د شرایطو له بشپړاوي وروسته د ماسټري پروګرام جوړ او پیل کړ.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم