د پوهنځي په اړه

په افغانستان کې د ژورنالېزم لومړنۍ تخصصي زده کړې پر ۱۳۴۰ هـ ل د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په چوکاټ کې پيل شوې چې لومړي فارغان یې ۱۷ تنه وو.

د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي پر ۱۳۶۵هـ ل د مطبوعاتو او راډیو ټلوېزویون په نامه د دوو ډيپارټمنټونو په درلودا سره د جلا پوهنځي په توګه پيل شو. د وخت په تېرېدا او په کریکولم کې د بدلونو له مخې د ډيپارټمنټونو نومونه هم بدل شو، راډیو ټلوېزون په ژورنالېزم او مطبوعات د عامه اړیکو پا پي ار په ناهه شول. پر ۱۳۹۷هـ ل د ارتباطاتو د مطالعې ډيپارټمنټ هم جوړ او په کانکور ازموینه کې  FHI360 کوډ شمېرې سره راجستر شو. له تاسیسه تر ۱۳۹۹هـ ل د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي څلور سمسټر عمومي لوستل کېدل، په پنځم سمسټر کې محصلین پر دوو ډيپارټمنټونو وېشل کېدل، چې دا لړۍ د ۱۳۹۹ کانکور پر مهال پای ته ورسېده اوس د درېواړو ډيپارټمنټونو لپاره محصلین دکانکور له لارې راپېژندل کېږي او له لومړي سمسټر جلا او تخصصي زده کړې کوي.

په ژورنالېزم ډيپارټمنټ کې محصلین پر تیوريکي درسونو سربېره د راډیو او ټلوېزیون پرمختللیو سټوډیوګانو کې عملي چارې زده کوي چې تر فراغت وروسته د په رسنیو کې د ویاند، رپورټر، د خپرونې د چلوونکي او.... په توګه دنده ترسره کولای شي.

په عامه اړیګو ډيپارټمنټ کې هم پر تیورۍ سربېره عملي چارې د دولتي او نادولتي ادارو د عامه اړیکو د ریاستونو یا مدیریتونو د لید کتو له لارې زده کوي  او تر فراغت وروسته په همدې  ادارو کې د عامه اړیکو د متخصص، کارپوه، رپورټر او... په توګه کار کولای شي.

 د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي تر دې مهاله شپېته دورې فارغان ورکړي دي، چې د ژورنالېزم ډيپارټمنټ فارغان یې په غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو او خبري اژانسونو کې او د عامه اړیکو فارغان یې د دولتي او نادولتي ا دارو د عامه اړیکو په ادارو کې پر دندو بوخت دي.

د ارتباطاتو او ژورنالېزم ودانۍ پوهنځي ودانۍ اووه ټولګي، یو کتابتون، د راډیو او تلوېزیون سټوډيو، چاپخونه، د سلامشورې مرکز او یو کانفرنس روم  لري.  د  ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځی نصاب پر ۱۳۹۵ هـ ل د نړۍ له پنځو مشهورو پوهنتونو سره په ګډه تعدیل او پر ۱۴۰۰ هـ ل د لوړو زده کړو وزارت د نصاب جوړونې تر کلسټر وروسته پلی شو.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم