د پوهنځي دائمي کمېټې
الف: د کمېټو پیژندنه
د یو سالم زده کړیز او روزنیز چاپېریال رامنځته کول د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسسو د استادانو د مهمو دندو څخه دي چې د لوړ اکاډمیک ځای څخه برخمن دي. د استادانو، کارکوونکو او محصلینوظرفیت لوړول د تخصص او لوړو زده کړو ترلاسه کولو او علمي څیړنو د ترسره کولو په لور د هرې تحصیلي مؤسسې مهمې موخې دي. په دې اړه اړینه ده چې په تحصیلي مؤسسه په چوکاټ کې بېلابېلې کمېټې رامنځته شي چې د کمپیوټر ساینس پوهنځي هم د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو او لایحو سره سم کمېټې رامنځته کړي دي چې لاندې یې پیژندنه کیږي.
ب: د کمېټو د کار موخې
دا کمېټې د اکاډمیکو فعالیتونو د ښه تنظیم او انسجام، د عدالت او قانونیت پیاوړتیا، د اخلاقي نورمونو او اکاډمیکو ارزښتونو درناوي، د تدریس پروسې د کیفیت ښه والي او د پوهنځي د علمي کادر د غړو د سپارل شویو دندو د ښه تحقق لپاره رامنځته شوي دي.
د کمپیوټر ساینس د پوهنځي د کمیټو غړي
|
شمیري |
د کمیټی نوم |
د کمیټی غړي |
|
۱ |
د نظم او دسپلین کمیټه |
پوهنوال محمد شعیب زرین خیل، پوهندوی عبدالوحید صمدزی، پوهنوال صیغت الله اسلمزی و پوهنیار عبدالله حقدوست |
|
۴ |
د نصاب کمیټه |
پوهنمل سید عابد سادات، پوهنیار روهید خالقیار، پوهنمل دکتور نثار احمد واسع و پوهنیار حبیب الله صافی |
|
۵ |
د کیفیت لوړوالی کمیټه |
پوهنیار سید علی موسوی پوهنیار محمد ظفر شفق، پوهنمل سید عابد سادات و پوهنیار روهید خالقیار |
|
۶ |
د دعوت او ارشاد او فرهنګی کمیټه |
پوهندوی عبدالوحید صمدزی، پوهنیار هدایت الله لودین، پوهنمل سید عابد سادات و پوهنیار عبدالله حقدوست |
|
۷ |
د بریښنایی زده کړو کمیټه |
پوهنیار محمد ظفر شفق، پوهنوال صبغت الله اسلمزی، پوهنیار روهید خالقیار و پوهنیار حبیب الله صافی |
|
۸ |
د څیړنو کمیټه |
پوهندوی عبدالوحید صمدزی، پوهنوال عبدالرحمن مجددی، پوهنوال صبغت الله اسلمزی و پوهنیار هدایت الله لودین |
|
۹ |
د پلان استراتیژیک کمیټه |
پوهنمل دکتور نثار احمد واسع، پوهنوال عبدالرحمن مجددی، پوهنوال محمد شعیب زرین خیل، پوهنوال صبغت الله اسلمزی پوهنیار روهید خالقیار، پوهنیار محمد سلیم همدرد او نامز د پوهنیار صبغت الله رحمتزی |