د هایدرو متیورولوژي ډيپارټمنټ/ د هوا پېژندنې ډيپارټمنټ

الف. پېژندنه:

د هوا پېژندنې ډيپارټمنټ لومړي ځل په ۱۳۳۹ کال کې د طبیعي علومو د پوهنځي په چوکاټ کې د هوا پېژندونکو د روزنې په موخه جوړ شو او له څو کلونو راهیسې یې د هوا پېژندنې پوهان ټولنې ته وړاندې کړي دي. په ۱۳۵۹ کال کې د هوا پېژندنې ډيپارټمنټ د طبیعي علومو له پوهنځي بېله او د جیولوژي له نوي تاسیس شوي پوهنځي سره یوځای شو. په ۱۳۶۰ کال کې د هایدرولوژي په نوم یوه بل ډيپارټمنټ د انجینرۍ له پوهنځي بېل او د ځمکپوهنې پوهنځي کې یې د اوبو د مسایلو د متخصصانو د روزلو په موخه په کار پیل وکړ.

په ۱۳۶۸ کال کې د هايدروميټرولوژي ډيپارټمنټ د ساينسي شاخصونو د غوښتنو او د افغاني ټولنې د اړتياوو او د هوا او اوبو ترمنځ د نږدې اړيکو له مخې د هوا پېژندنې له ډيپارټمنټ سره يو ځای شو چې وروسته یې د هايدرومتیورولوژي ډيپارټمنټ کې د دولتي او نادولتي ادارو ته د ځوانانو د روزلو په موخه فعاليت پيل کړ.

اوس مهال، د هایدرومیټرولوژي ډيپارټمنټ، د دې ساحې د فارغانو د بېړنیو اړتیاو پر بنسټ، د اوبو او انرژۍ، کرنې او مالدارۍ، ټرانسپورټ، ټولګټو چارو، د کلیو د بیارغونې، اقتصاد، ښارجوړونې، پوهنې، ملي دفاع، کانونو او پټرولیم، چاپېریال ساتنې، له طبيعي پېښو سره د مبارزې، د هوا پېژندنې ملي ریاست او د هوايي چلند ادارې لپاره کسان روزي.

د پورته یادو شویو وزارتونو او ادارو پرته د هوا پېژندنې ډيپارټمنټ فارغان د دولتي او نادولتي نړیوالو موسسو په اقتصادي سکټور کې د خدماتو پر وړاندې کولو بوخت دي.

ب. موخې:

څرنګه چې هر پوهنځی د ټولنې اړتیاوو او د وزارتونو د کاري پروګرامونو جوړښت چې مسلکي خدمتونه وړاندې کوي؛ رامنځته کېږي چې د هواپېژندنې ډيپارټمنټ هم د دولتي ادارو د مسلکي اړتیاوو او د ټولنې د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د مسلکي فارغانو د روزنې موخې لپاره فعاليت پيل کړی دی. چې په لاندې‌ توګه یې ځينې موخې بیانوو:

 اوبو او انرژۍ، د کانونو او پټرولیم، اوبو لګولو ا مالدارۍ، د کلیو د بیارغونې، ښارجوړونې، ملي دفاع وزارت، هوايي ځواک او د هوا پېژندنې د هوا ساتنې د ملي ادارې او یو شمېر نورو دولتي‌او نادولتي ارګانونو لپاره د کادرونو روزل؛

- د محصلانو د لومړنیو زده‌کړو بسنټ د پياوړي کولو په توګه د نوي تعليمي سیسټم جوړول.

- د هغو زده کوونکو لپاره د ظرفیت لوړول چې دهايډرولوژۍ برخه کې لا تر اوسه د کمپیوټر او انټرنیټ له ټیکنالوژۍ سره بلد نه دي.

- د څیړنیزو مقالو لیکلو وړتیا پيداکول، مونوګراف لیکل او د لیسانس دورې لپاره د تېزس چمتو کول.

- د ظرفيت لوړنې په موخه په شفاهي توګه او هم په پاورپواینټ کې د سیمینارونو، ورکشاپونو، علمي کانفرنسونو او د لیکچرونو وړاندې کول.

- اړتیا وړ د ظرفیت لوړونې لپاره له ليسانس برنامې نه پرته د کمپیوټر او ریاضيکي ماډلونو سره اشنا کېدل.

- د ظرفیت لوړول او په هېواد کې دننه او بهر د ماسټرۍ په کچه د لوړو زده‌کړو لپاره د زده‌کوونکيو چمتو کول.

- تر خپلې وسې پورې هڅه کول چې د یاد ډيپارټمنټ محصلین په تخنيکي او علمي برخو کې داسې وروزل شي چې دګاونډیو هېوادونو له محصلانو سره سيالي وکړي.

1.لیدلوری:

دا چې د هوا پېژندنې ډيپارټمنټ د کابل پوهنتون یوه اساسي او نوې ډيپارټمنټ دی او تراوسه پورې یې لومړنۍ اړتیاوې هم نه دي پوره شوي، نو راتلونکي کې باید د متیورولوژي او ‌‌هایدرولوژي پر لابراتوارونو سمبال شي.

 همداراز غوره ده چې د ځمکپوهنې پوهنځي کې د اوبو د مديريت هايدرولوژي په نامه یو بل ډيپارټمنټ هم جوړ شي.

له بلې خوا، د اړتیاوو د پوره کولو او د لومړیتوبونو د پوره کولو لپاره باید د اړوندو دولتي او نادولتي ادارو سره د کاري اړیکو ډاډ ترلاسه کولو لپاره هر اړخیزې هڅې وشي.

د استادانو او محصلینو د علمي او اکاډميکي کچې د لوړولو په موخه د سيمينارونو، ورکشاپونو، علمي کانفرنسونو، د تدريس، څېړنو د کيفيت د لوړولو او مسلکي خدمتونه وړاندې شي چې د نوموړي ډيپارټمنټ فارغان وکولای شي په راتلونکي کې د ملي اقتصاد په بېلابېلو څانګو کې سيالۍ وکړي او همداراز په راتلونکي کې هم د اقتصادي ودې او د ټولنې په پرمختګ کې د ملت جوړونې او د هېواد په ثبات کې د پام وړ ونډه لري.

2. ماموریت:

د هایدرومیټرولوژي ډيپارټمنټ د ټولنې د اړتیاوو د پوره کېدو په موخه او د علمي اغېزمنتیا لپاره د لیسانس او ​​​​مسلکي کسانو په لور د ځوانو کارکوونکیو د روزنې ماموریت لري، په ځانګړې توګه کوم چې پورته یاد شوي دي چې د دوامدار پرمختګ لپاره د معاصرې ټیکنالوژۍ ودې او پراختیا ته په پام سره د ټولنې هوساینې لپاره او همداراز د خلکو او د اوسني عصر اړتیاوې په پام کې ونیسي او ټولنې ته یې وړاندې کړي.

د افغانستان د ټولنې او خلکو د بېړنۍ اړتیا په پام کې نیولو سره، د ټولو وزارتونو او ادارو لپاره چې د هواپېژندنې او هایدرولوژي په برخو کې کسانو ته اړتیا لري، تخنیکي کسان روزي.

3. اساسي موخې:

د هایدرومیټیرولوژي ډيپارټمنټ د ليدلوري په پام کې نیولو سره، د یادې ډيپارټمنټ اساسي موخې په لاندې ډول ښودلی شو:

  • د لابراتوارونو او د تدریسي سټیشنونو پراختیا او رامنځته کول او له اړوندو ادارو سره د دوامدارو اړیکو ساتل؛
  • د ماسټرۍ او دوکتورا کچې ته د دې ډيپارټمنټ د علمي کادري غړیو زیاتوالی او د کميت او کيفيت د ښه والي لپاره د دوی له علمي تجربو ګټه اخيستل؛
  • په اکاډمیکو برخو کې د علمي، تخنیکي او مسلکي پرمختګونو په موخه د دې ډيپارټمنټ پر نصاب بیا کتنه او د تدریس د طریقې او څېړنې د طریقې اصلاح؛
  • د ماسټرۍ د پروګرام کرېکولم او درسي مفردات به د جنوبي اسيا هېوادونو HUC او ICIMD په مالي‌مرسته جوړ شي.
  • د محصلینو د استعدادونو د ودې لپاره د مناسب اکاډمیک چاپیریال رامنځته کول او همداراز په ډيپارټمنټ کې د استادانو او محصلینو ترمنځ د همکارۍ روحیه رامنځته کول؛
  • د علمي او اکاډمیکو بنسټونو ترمنځ لکه د څانګو، پوهنځیو، پوهنتونونو او اړوندو دفترونو سره د متقابلو اړیکو ټینګول او
  • له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره داړیکو د ټینګولو او د همکارۍ د ترلاسه کول هڅه.

ج. توامیتونه:

د هواپېژندنې ډيپارټمنټ له کورنیو او بهرنیو موسسو سره علمي او تخنيکي همکاري لري چې کولای شو ځینې یې لاندې یاد کړو:

  • د سټندرد ملي کمېټه او همداراز د اقليم د بدلون اداره NEPA؛
  • د ICIMOD، HUC مؤسسې او همداراز د جنوبي اسيا د اقليم د بدلون اداره؛
  • د ICIMOD اداره؛
  • د اوبو IWRM اداره، د ICIMOD،ادارې سره او همداراز د اوبو لګولو او ابو او انرژۍ وزارتونو سره؛
  • د هواپېژندنې ادارې سره؛
  • د امريکا د کلورادو پوهنتون CHARIS موسسې سره؛
  • ICIMOD ادارې سره؛
  • همداراز د ‌هایدرومتیورولوِژي ډيپارټمنټ د انرژۍ وزارت SWARMA پروژه کې د کرایوسفير مطالعاتو او ICIMOD ادارې د اوبو سرچینې سره.

له پخوانیو همکاريو پرته په دې وروستیو کې به د اوبو او انرژۍ وزارت او د هایدرومیټرولوژي ډيپارټمنټ ترمنځ به د علمي‌او تخنيکي همکاریو یو هوکړه‌ ليک لاسليک شي.

د . لابراتوار‌ونه او روزنیز تجهیزات:

د هواپېژندنې ډيپارټمنټ کې د اوبو او هوا په اړه مسایل مطالعه کېږي. څرنګه چې د اوبو او هواپېژندنې مسالو مطالعه د لابراتواري تجهیزاتو، څېړنې او سيمه‌ييز کار کولو ته اړتیا لري نو اړینه ده چې د میخانیکي، الکترومیخانیکي او کمپیوټر ټکنالوژۍ وکاروي ځکه چې له دې پرته کار کول ناشوني دي.

د هایدرومیټرولوژي ډيپارټمنټ د خپل تاسیس راهیسې د لابراتوار او سيمه‌ييزو تجربوي تاسیساتو څخه ښه ګټه اخیستې او دې کار ته دوام ورکوي چې لاندې لابراتوارونه لري:

1.د متیورولوژي لابراتوار

دا لابراتوار د هوا او اوبو د مطالعاتو لپاره پوره وسایل لري چې په دې برخه کې یو متخصص ټکنېشن چې د لابراتور له ټولو وسایلو سره بلد دی، کارونه مخته وړي او همداراز یو استاد چې د یادې برخې د مضمون تدریس ور له غاړې دی له ټکنېشن سره مرسته کوي چې محصلان وروزي.

د ‌‌هایدرومتیورولوژي ډيپارټمنټ د هوا د حالاتو د مطالعې او د هوا د وړاندوینه کوي، یو سټېشن لري چې د څمک‌پېژندنې پوهنځي له ودانۍ سره څنګ کې موقعيت لري چې په هغه کې د هوا د تودوخې او د ځمکې ژوروالی، باران، نسبي رطوبت، د باد لوری او ګړندیتوب، بړاس او د لمر د رڼا موده په ټاکلو وختونو کې ترسره کېږي.

د هواپېژندنې اتومات سټیشن (AWS) چې د پورته ذکر شويو مواردو په اړه موږ ته معلومات راکوي، کارول کېږي هم د میخانیک سټیشن په شاوخوا کې هم نصب شوی چې برېښنا یې د لمریزې انرژۍ یا سولري سیسټم له لوري تامينېږي. ترلاسه شوې شمېرې کمپیوټر کې ترلاسه او مطالعه کېږي.

د هواپېژندنې OTT ډوله (AWS) اتومات سټیشن چې د هوا پېژندنې موارد څاري؛ انرژي یې له ښاري برېښنا تمولېږي؛ د سمو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره باید په ازاده فضا کې پرېښودل شي چې د ځمکپوهنې پوهنځي ودانۍ پر چت اېښودل شوی دی.

2. د ‌هایدرولوژي لابراتوار

د ‌‌هایدرولوژي لابراتوار د هایدرولوژيکي مطالعاتو پر وسایلو سمبال دی. په دې لابراتوار کې د اوبو د جريان د سرعت د اندازه کولو لپاره بېلابېل وسايل شته چې د جريان اندازه، د اوبو د تودوخې اندازه او د واورې او يخ اندازه کوي. همداراز په یاد لابراتوار کې له نورو تجهیزاتو سربېره، سیمه‌ييز فعالیتونه او د سمندر د اوبو اندازه کول، د واورې اندازه کول، د یخ اندازه کول او د غرونو د یخچالونو د مطالعاتو برخه موجوده ده.

یو تخنيکي کس چې په دې برخه کې یې لوړې زده‌کړې کړي له استادانو سره د لابراتوار د عملي‌کارونو مسووليت پر غاړه لري، فعالیت کوي همداراز له استادانو او محصلانو سره په سيمه‌ييزو تطبیقاتو کې هم عملي کار کوي.

3. جي ای اس لابراتوار او یا GIS Lab

دغه لابراتوار کې ۳۰ کمپیوټر، پرېنټر، سکنر، ټلویزیون او بیمر شته دي او همداراز له انټرنټي اسانتیاوو هم برخه من دی. په یوه وخت کې د ۳۰ محصلینو د تدریس ظرفیت لري. په دې لابراتوار کې د کارونې بېلابېل سافټویرونه موجود دي چې محصلان ترې ګټه واخلي.

محصلان کولای شي په اسانۍ سره په دې لابراتوار کې خپل علمي کانفرنسونه هم وړاندې او هم ګډون وکړي او همداراز د سافټويرونو پر کارونې وپوهېږي. هغه استادان چې په دغه لابراتوار کې له سافټویرونو کار اخلي او د دوی د کارونې طریقې ښيي، له ټکنېشنونو او محصلانو سره له مزایاوو برخه‌من دي.

هـ. د تخصصي مضمونونو تحصيلي نصاب

 ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

 کريډيټ

 ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

 کريډيټ

1

احصاییه

GEO-HM218

3

6

ریموت سنسنگ

GEO-HM220

2

2

د اوبو کیمیا

GEO-HM225

3

7

GIS (1)

GEO-HM233

3

3

فزيکي جغرافیه

GEO-HM229

2

8

GIS (2)

GEO-HM234

3

4

احصاییه

GEO-HM218

3

9

جیودیزي

GEO-HM231

3

5

چاپېریال

GEO-HM222

4

10

هایدروجیولوژي

GEO-HM224

4

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم