د مهندسۍ دیپارټمنټ

الف) د ډيپارټمنټ معرفي:

د مهندسۍ دیپارټمنټ په ۱۳۳۷هـ ل کال کې رامنځته شو چې له پیله بیا تر دې دمه له وتلیو ډيپارټمنټونو ګڼل کېږي او د انجینيرۍ پوهنځي په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د دې ډيپارټمنټ ډېری استادانو په جاپان کې زده کړې کړې دي. دغه دیپارټمنټ ژمن دی چې محصلینو ته د علمي او معتبرو څېړنو زمینه برابره کړي او دوی ته په دې دیپارټمنټ کې معیاري روزنیز خدمات وړاندې کړي.

ب) د ډيپارټمنټ موخې:

1. لیدلوری:

مهندسۍ دیپارټمنټ غواړي چې د نوښتګرو او وړ محصلینو لپاره د معمارۍ د پلان، طراحي، تولید، ساتنې، په پلانولو کې دهنر او مهارت کارونې او دې ته ورته زمینې برابرې کړي. همدا راز داسې متخصصین به ټولنې ته وړاندې کړي چې د ستونزو د حل وړتیا ولري او د انساني دایمي پراختیا په برخه کې به مرسته وکړي.

۲. ماموریت:

د استوګنیزو او صنعتي‌ ښارګوټو، هوايي‌ ډګرونو، پارکونو او سمسورو هستوګنیزو سیمو د طراحۍ لپاره د ژمنو،‌ وړ او نوښتګرو مهندسانو د علمي‌ مهارتونو د پراختیا او پياوړتیا لپاره د زمینې برابرول.

۳. بنسټي موخې:

دا دیپارټمنټ هڅه کوي‌ چې له لېسانس دورې فارغ شوي‌ ژمن او متخصص مهندسین یې لاندې وړتیاوې ولري:

  • په انجینیري- تخنیکي مؤسسو کې د تدریس وړتیا؛
  • د هستوګنیزو،‌ صنعتي او ښارګوټو د ودانیو د طراحۍ،‌ تدوین او نظارت وړتیا؛
  • د صنعتي‌ مهندسۍ د پروژو د طراحۍ او اجرا وړتیا ؛
  • د نوې مهندسۍ په حوزه کې د څېړنو او علمي‌ کارونو وړتیا؛
  • د مسلکي-تخنیکي روزنیزو پروګرامونو د اجرا وړتیا؛
  • له ودانیزو پروژو د څارنې د پروګرامونو د اجرا وړتیا؛
  • په مهندسي دیپارټمنټ کې د ماسټرۍ د زده کړو لپاره محصلینو ته لارسازي

ج. تحصیلي نصاب (تخصصي مضامین)

1551525

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم