د ماسټرۍ او دکتورا برنامو آمریت

لوړې زده کړې، په تېره د ماسترۍ او دوکتورا په کچ لوړې زده کړې د هر هېواد يوه مهمه اړتيا وي. کابل پوهنتون همدې اړتيا ته په کتو د استادانو او د نورو ادارو او وزارتونو د کادري غړيو د ظرفيت د لوړولو په موخه ځينې پروګرامونه پيل کړي، چې په هېواد دننه ځينو مينه والو ته د زده کړو د بشپړولو امکانات برابر شي او له بله پلوه د هېواد د انساني سرچينو استفادې ته لار سازي وشي.

همدا لامل و، چې په ۱۳۸۵ هـ لمریز په ژبو او ادبياتو پوهنځي کې د ماسترۍ پروګرام بيا پيل شو، چې ورپسې په نورو پوهنځيو کې هم پيل شو، چې د کارونو د انسجام، همغږۍ، د کيفيت لوړونې بهير ارزونې ته يې يو امريت پکار و. دې اړتيا ته په کتو، پر ۱۳۹۲ کال په کابل پوهنتون کې د ماسترۍ او دوکتورا د پروګرامونو امريت جوړ شو.

د دکتورا لومړی پروګرام پر ۱۳۹۳ هـ ل د کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې په پښتو او دري ژبه پيل شو. اوس کابل پوهنتون د ماسترۍ ۲۲ او د دکتورا ۲ پروګرامونه لري؛

  1. دا مهال په کابل کې پوهنتون کې په دې رشتو کې د ماسټرۍ پروګرامونه شروع دي.
  2. د برېښنا او الکترونیک انجینرۍ د ماسټرۍ پروګرام
  3. د انرجۍ د اغېزمنیا او نوې کونې ماسټري
  4. دعربي ژبې او ادبیاتو ماسټري
  5. د پښتو ژبې او ادبیاتو ماسټري
  6. د دري ژبې او ادبیاتو ماسټري
  7. د مالي او بانکي چارو ماسټري
  8. د ا دارې او سوداګرۍ ماسټري
  9. د هستوي فزیک ماسټري
  10. د څارویو د کلینیکي طب ماسټري
  11. د معلوماتي ټکنالوجۍ ماسټري
  12. د معلوماتي سیسټمونو ماسټري
  13. د تجسمي او ننداري هنرونو ماسټري
  14. د شریعت او قانون ماسټري
  15. د تفسیر او حدیثو ماسټري
  16. د پالیسۍ او عامه ادارې ماسټري
  17. د نړیوالو اړیکو ماسټري
  18. د حیواني علومو ماسټري
  19. د اګرانومي ماسټري
  20. د جنډر او ښځینه مطالعاتو ماسټري
  21. د روزنیز مدیریت ماسټري
  22. د ریاضیاتو ماسټري
  23. د جزا او جرم پيژندنې ماسټري

پر دې سربېره په پښتو او دري کې د پي ایچ ډي په کچه پروګرامونه هم تاسیس شوي او دا مهال روان دي.

سربيره پر دې، ډېر ژر به په ارتباطاتو او ژورنالېزم، کیمیا او افغانستان پېژندنه کې د ماسټرۍ، او په عربي او شرعیاتو کې د ډاکټرۍ پروګرامونه پيل شي.

د ماسترۍ او دوکتورا د پروګرام د چارو د لا انسجام، د کارونو د چکټتيا او د سمو پرېکړو په موخه په کابل پوهنتون کې د علمي معاونيت په مشرۍ تر لیسانس لوړو زده کړو يو بورد هم شته، چې د ماسترۍ او دکتورا له هر پروګرامه پکې يو يو استاد غړيتوب لري. پر دې سربېره چې کوم پوهنځي د ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونه لري، د پوهنځي په کچ تر لیسانس لوړو زده کړو يوه کمېټه هم لري، چې د خپل پروګرام په اړه پرېکړې کوي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم