د فارمسیوتیک ډيپارټمنټ

الف. پېژندنه:

دا ديپارټمنټ د فارمسي پوهنځي یو له اساسي څانګو څخه ګڼل کېږي. د لومونیو موادو پېژندل او د لابراتوار او صنعت له‌پاره د درملو د جوړولو زده‌کړه یې له بنسټيزو موخو څخه دي. په دې ډيپارټمنټ کې د درملو ټول جامد، نیمه‌جامد، مایع او ګاز ډولونه تر څېړنې لاندې نیول کېږي او د درملو په جوړښت کې د محاسبو پلي کول، د فارمسي بنسټیز عملیات، د درملو د فورمولېشن طرحه، د درملو د شکلونو ترکیب، د بایوفارمسیوتیک مضامینو چمتو کول، د فارمسۍ صنعت، د طبي تجهیزاتو او درملو اداره او منېجمېنټ تدریسېږي. د درملو شکلونو ته اړوند علمي کارونه، همدارنګه د درملو ادار او منېجمېنټ او د درملو په فاربریکو کې د زده‌کړیالانو ستاژ په هم دې څانګې پورې اړوندېږي. په دې توګه د پوهنځي فارغان کولی شي، چې د درملتون، د درملو د تولیدي لابراتوارونو او فابریکو اړوندې چارې ترسره کړي.

ب) زده‌کړیزې موخې:

1.لیدلوری:

یو علمي مرکز ته د ديپارتمنت ارتقا؛ متخصص او ژمن کادري غړو روزل؛ د علمي څېړنو رایجول او اکاډميک خدمتونه وړاندې کول.

2.ماموریتونه:

دیپارتمنت فارمسیوتیک، در راستای تحقق اهداف پوهنځی فارمسی از طریق برنامه‌ریزی آموزشی، پژوهشی و ارایۀ خدمات در تلاش خواهد بود، تا تمام توانایی خود را جهت مساعدت به فراگیر شدن دانش فارمسی به کار گیرد.

د فارمسیوتیک ډيپارټمنت، د زده‌کړیزو، څېړنو او د خدماتو برنامه‌رېزۍ له لارې به په دې هڅه کې وي؛ څو د فارمسي پوهې په خپرېدو کې له خپل ټول توانه کار واخلي.

۳. بنسټي موخې:

  1. دا پوهنځی د عصري درمل جوړنې په لور فعاله ګامونه اخلي، څو په ملي او نړيواله کچه د سټنډرډ لوړو ته ورسېږي.
  2. په هېواد کې دننه او بهر له علمي ټولنو سره د اړیکو ټینګول.
  3. د هېواد له درملو جوړولو صنعت سره دوامداره اړيکې ټینګول.
  4. د محصلینو او فارغانو د علمي سویې د لوړونې له‌پار لازم ګامونه اخيستل.
  5. د هېواد د ستونزو د حل له‌پاره څېړنې ترسره کول.
  6. د ټولنې د اړتیا پر اساس د علمي او مشورتي خدمتونو وړاندې کول.

ج. توامیتونه:

ځانګړی توامیت نه لري

د. لابراتوار او زده‌کړیز تجهیزات:

لابراتوار فارمسیوتیک با داشتن وسایل مدرن همچون ماشین تابلیت سازی، وسیلۀ تعیین زمان متلاشی‌شدن تابلیت‌ها، وسیلۀ تعیین سختی‌تابلیت‌ها، سنتریفیوژ، سپکتروفوتومتر و مایکروسکوپ دارای توانایی‌های ذیل می‌باشد:

د فارمسیوتیک لابراتوار د مډرنو وسایلو لکه د ټابلېټ جوړونې ماشین؛ د ټالبېټونو د وخت او کلکوالي ټاکلو وسیله؛ سنتریفیوژ، سپکټروفوټومټر او مایکوسکوپ لري. دا وسایل لاندې کارونه ترسره کوي:

  • د فمي مایع درملو د شکلونو جوړول؛
  • د سترګو او فمي څاڅکو جوړول؛
  • د ټابلېټونو او ګرانولونو جوړول؛
  • د خالي کپسولونو ډکول؛
  • بېلابېل کریمونه جوړول؛
  • د درملو د شیافونو (Suppository) جوړول
  • او د جوړ شویو ټابلېټونو د ځانګړنو ټاکل

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم