د عامه اړیکو ډيپارټمنټ

الف. پېژندنه:

عامه اړیکې یو ستراتیزیک ارتباطی سیستم دی، چې د یوه سازمان او مخاطبانو ترمنخ پر متقابلو ګټو او دومدارپوهاوي ولاړې، اوږدمهالې ماناوالې اړیکې ټینګوي.

لرلید:

د عامه اړیکو ډيپارټمنټ؛ د اسلام مبارک دین د اصولو، د هېواد د کلتوري شرایطو او د عامه اړیکو د مسلکیتوب په پامنیوی، د افغانستان د دولتی او نادولتي سازمانونو لپاره د عامه اړیکو د اغېزمنو او ټولګټو پروژو په برخه کې د پلان او تګلار جوړونې او د پروژو د ترسره کونې په موخه په تحصیلي او څېړنیزو برخو کې د لیسانس او ماسټرۍ په کچه تخصصي پروګرامونه وړاندې کوي.

دنده:

د عامه اړیکو ډيپارټمنټ په خپله څلور کلنه تحصیلي دوره کې د رښتینیو، رغنده او پرانیستي مهارتونو په وړاندې کولو سره، په محصلینو کې د دې وړتیا پیدا کوي چې په دولتي او خصوصي مؤسسو کې د دوه اړخیزو ارتباطاتو په غښتلتیا کې خپل لارښوونېز او تخصصي مهارتونه پلې کړای شي.

شعار:

د عامه اړیکو ديپارټمنټ؛ د افغانستان په کچه د دوه اړخیز ارتباط لپاره یوازینی علمي او تخصصی مرکز.

ارزښتونه:

  • غوره والی، درناوی، اړیکې او لېوالتیا
  • احتیاج او خدمتونه
  • ستراتیژیکه سلا او ګډ کار
  • له ټکنالوجۍ ګټنه
  • تنوع او د فرصتونو رامنځته کونه
  • دوامداره پرمختیا
  • رښتینوالی، درېدا، امانت ساتنه او جوتتیا
  • برتری، احترام ، مناسبات و جذابیت
  • ټولنیزوالی
  • تحلیلي ارزونه

اصلي موخه:

د افغانستان د دولتي او نادولتي سازمانونو د مسلکي کونې او د ټولګټو پروژو د تګلارجوړونې، طرح او ترسرینې په برخه کې د مشورتي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د عامه اړیکو د متخصصو کادرونو روزنه او ورپېژندنه

فرعي موخې:

  1. د عامه اړیکو فارغان به؛ د سازمان د فعالیتونو او مدیریت په برخه کې د خلکو، کارپوهانو او رسنیو د نظرونو او تحلیلونو د راټولونې او وړاندې کونې وړتیا ولري.
  2. د عامه اړیکو فارغان به؛ د سازمان د مدیرانو او کارکوونکیو تر منځ د پوهاوي د روحیې د پياوړي کونې علمي وړتیا ولري.
  3. د عامه اړیکو فارغان به، د سازمان د کړو وړو په اړه د عامه افکارو د روښانونې په موخه؛ پر وخت د اطلاع رسونې وړتیا ولري.
  4. د عامه اړیکو فارغان به د کړکېچ د مخنیوي او د کړکېچ د مهال د ارتباطاتو د مدیریت وړتیا ولري.
  5. د عامه اړیکو ډيپارټمنټ؛ د عامه اړیکو د محصلانو په روزنې سره په اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي برخو کې د مسلکي ارتباطاتو بهیر بدای کوي.

متوقعه پایلې:

  • د ټولنیز عدالت، انساني کرامت او ملي هویت د ساتنې په موخه د دیني، ملي او انساني ارزښتونو دودونه.
  • د افغانستان د کار په بازار کې د عامه اړیکو د متخصصینو روزنه
  • په دولتي او خصوصي سکټر او نادولتي مؤسسو کې د دوه اړخیز ارتباطات پرمختیا.
  • په هېواد کې د څېړنې، نوښت او تالیف پراختیا

 ج. تخصصي مضمونونه

ګڼه

د مضمون نوم

کوډ نمبر

  کریډیت

  ګڼه

د مضمون نوم

کوډ نمبر

کریډیت

۱

د عامه اړيکو بنسټونه

CJPR0106

۳

۱۸

تولید چند رسانه یی

CJPR0418

۳

۲

د ارتباطاتو بنسټونه

CJPR0107

۳

۱۹

برېښنایی عامه اړیکې

CJPR0419

۲

۳

د عامه اړيکو تاریخ

CJPR0108

۲

۲۰

کره کوونکې عامه اړيکې

CJPR0420

۲

۴

عامه اړيکې او ټولنه

CJPR0209

3

‍۲۱

بازار موندیزې عامه اړیکې (MPR)

CJPR0421

۲

۵

انځورګری

CJPR0211

۴

۲۲

شرکتي عامه اړيکې

CJPR0522

۲

۶

عامه اړيکليکنه

CJPR0313

۲

۲۳

سازماني ارتباطات او چلن

CJPR0524

۲

۷

عامه وينا

CJPR0312

۳

۲۴

همغږي بازار مونديز ارتباطات

CJPR0525

۲

۸

عامه اړیکتیوري او ماډولونه

CJPR0314

۳

۲۵

سازماني ستراتيژيکه ليکنه

CJPR0526

۳

۹

ټولنيزه هڅونه او نفوذ

CJPR0315

۲

۲۶

د عامه اړيکو کيس سټډيز

CJPR0630

۳

۱۰

سوداګريز تبليغات

CJPR0416

۳

۲۷

د عامه اړيکو مديريت

CJPR0631

۲

۱۱

رسنيزې عامه اړيکې (عملي)

CJPR0417

۳

۲۸

عامه اړیککمپین

CJPR0632

۲

۱۲

د عامه اړيکو اخلاق

CJPR0523

۲

۲۹

پرمختللې عامه اړيکې

CJPR0633

۲

۱۳

عامه اړیکحقونه او مقررې

CJPR0635

۲

۳۰

عامه اړیکځېړنه

CJPR0738

۲

۱۴

کړکېچ ارتباطات او مديريت

CJPR0736

۲

۳۱

په عامه اړیکو کې د مېرمنو ونډه

CJPR0740

۲

۱۵

دولتي عامه اړيکې

CJPR0737

۲

۳۲

مونوګراف / انټرنشيپ

CJPR0741

۱۱

۱۶

نړيوالې عامه اړيکې

CJPR0845

۲

۳۳

په نادولتي ادارو کې عامه اړيک ې

CJPR0847

۳

۱۷

برانډ جوړونه او مديريت

CJPR0846

۲

 

 

 

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم