د طبيعي زېرمو د مدېريت ډيپارټمنټ

 پېژندنه:

د افغانستان طبيعي زېرمې د لوېدلي اقتصاد په سبب د بې‌خرته ګټې‌اخيستنې، د پاليسو او سم څار د نشت او د ځمکې د کمزوري مدېريت او امنيتي ننګونو له امله اغېزمنې شوې دي. شاوخوا په سلو کې له ۷۰ تر ۸۰ افغانانو ورځنی ژوند د کرنې، مالدارۍ او کانونو پر طبيعي زېرمو ولاړ دی. د افغانستان د طبيعي زېرمو مدېريت ته زياتې ستونزې ورپېښې دي، لکه د ځنګلونو وهل، په سپېرو ډاګونو بدلېدل، د ژوند د تنوع او استوګنځيو له منځه‌تګ، ککړتيا، طبيعي پېښې، په اوبولګولو د خاورې تروېدل او د جګړو ناوړه اغېزې. د دې ټولو ستونزو لامل دا دی چې افغانستان په وچه کې پروت دی. د طبيعي زېرمو مدېريت پياوړي اقتصاد، ټولنيزې ودې، سولې، ښې حکومتولۍ او روڼتيا ته لار جوړوي. په طبيعي سيستمونو له دايمي معيشت پرته کورنۍ او ټولنې له لوی ګواښ سره مخ دي، او دغسې حالاتو جرمونه هم زيات کړي دي.

که وګړي طبيعي اېکوسيستم او طبيعي منظرو ته ورنيژدې کوو، د طبيعي زېرمو مدېريت او ساتنه يې لومړی ګام دی. پر دې مو بايد سر خلاص وي چې د ټولنې او کورنيو ورځنی ژوند په دې زېرمو پورې تړلی دی.

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ، کان‌کيندنو، ځنګلونو، انرژۍ او تورېزم غوندې برخو کې د روانې پرمختيا لپاره داسې کسان پکار دي چې د افغانستان د طبيعي زېرمو، اېکوسيستمونو او طبيعي منظرو څار، پاليسي جوړونه او مدېريت وکړي. د طبيعې زېرمو د مدېريت ډیپارتمېنت د طبيعي زېرمو د مدېريت هراړخيز پايښتي روش رامنځته کوي. د دې مدېريت په مټ له طبيعي زېرمو څخه په دې پروګرام کې د ټولو ګټه‌اخيستونکو وګړيو ګټې په يو بل پورې تړلې دي. د طبيعي زېرمو د مدېريت ډيپارتمېنت د اېکولوژۍ او ساينسي سرچينو پر تخنيکي پوهه ولاړ دی؛ په تېره د هغو سرچينو پر ظرفيت چې د انسانانو ودې او ژوند ته دوام ورکوي. د طبيعي زېرمو مدېريت کې د لېسانس موخه داسې فارغان رامخته کول دي چې د افغانستان د طبيعي زېرمو د سيستماتيک مدېريت وړتیا ولري. په دې مدېريت کې د طبيعي(بيوفيزيکي، ټولنيزو-سياسي او اقتصادي) زېرمو د کارونې څو اړخونه، د توليد او د مستقيمو مصرفوونکو موخو (د خوړو خونديتوب، ګټه‌کول، خطر منل) ، او هم د پرمختيايي ټولنې موخو (د بېوزلۍ کمولو، د نوي نسل هوساينې، د چاپېريال پوهنې) ته رسېدل پکې راځي. پر دې سربېره د نړيوالو خطرونو پېژندل، لکه اقليمي بدلون چې د طبيعي زېرمو شته‌والی او پرمختيا اغېزمنولای شي، هم مهم دي.

۱. ليدلوری

د طبيعې زېرمو د خونديتوب او دايمي پرمختيا د مدېريت په برخه کې د زده‌کړو او روزنې، علمي څېړنو، د معلوماتو مدېريت او مسلکي پوهې د خدماتو يو عالي او جامع مرکز ګرځېدل.

۲. ماموریت

د متنوع علمي زده‌کړو د يوې داسې ټولنې پر پښو درول چې د ټولنې ودې او دايمي پرمختيا ته د علمي څېړنو، طرحو جوړولو، د طبيعي زېرمو منظم مدېريت او دايمي پرمختيا لپاره اړينه پوهه، مهارتونه او نظريات رامنځته کړي.

۳. بنسټي موخې

د طبيعي زېرمو مدېريت ډيپارتمېنت پر محصل ولاړ او مسلک‌جوړوونکی ډېپلوم ورکوي چې تيوري او عمل پکې اغږلي وي. د دې ډېپلوم موخه دا ده چې محصلان د طبيعي زېرمو د ننګونو او ستونزو ټولنيز، سياسي، اقتصادي او اېکولوژيکي اړخونه ښه وپېژني. دلته د طبيعي علومو په تخصصي ډيپارټمنټ کې بنسټي پوهه او پېژندګلوي او د مدېريت او پاليسۍ پر بنسټ د پرېکړې وړتيا ډېره اړينه ده. د دې پروګرام په بشپړېدو محصلان لاندېنۍ وړتياوې پيدا کوي:

  1. د طبيعي زېرمو په مدېريت او طرحوجوړولو کې همکاري او پرېکړې زده‌کول، چې په اېکولوژيکو، فيزيکي، اقتصادي او ټولنيزو حالتونو پورې اړوند معلومات وبله مدغم او بېلابېل ګډونوال سره يوځايوي.
  2. د طبيعي زېرمو مدېريت کې جلا يا د ډلې د غړي په توګه د پروژې په پر وخت پايته رسولو کې فعاليت کول.
  3. په ليدلوري او کړنو کې د رهبرۍ او مسلکي مهارتونو کارول.
  4. د کمپيوټري ټېکنالوژۍ او جغرافيايي معلوماتي سيستم د مرکزي مهارتونو په مټ د طبيعي زېرمو د اېکولوژيکي، ټولنيزو او اقتصادي يا سياسي اړخونو د ارقامو راټولول او شننه.
  5. له مشخصې ډلې او عامو هېوادوالو سره د خبرو او اړيکو ټينګولو لپاره په مسلکي وينا او ليکنه کې پر ملي او انګرېزي ژبه پوره واک.
  6. د عملي مدېريت د ننګونو د له منځه‌وړلو لپاره پر هغو محصلانو د نويو تعليمي، تيوريکي او څېړنيزو مفاهيمو تطبيقول چې پر يوه ټاکلې طبيعي زېرمه کار کوي.

نصاب تحصیلی (مضامین تخصصی)

77777777

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم