د سینما ډيپارټمنټ

الف پیژندنه

د تياتر او سينما ډيپارټمنټ د استادانو د هڅو په پايله کې د سينما ډيپارټمنټ په خپلواکه توګه د ښکلو هنرونو د پوهنځي په چوکاټ کې د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو ریاست د ١٣٨٧ کال د ٤٣٣٠/٣٣٦٧ نېټې د ١١/٣٠/١٣٨٧ نېټې د فرمان له مخې جوړه شوه. او لومړی نصاب یې چمتو شو.

د سينما د ډيپارټمنټ د لومړي دور محصلین چې شمېر يې شلو تنو ته رسېده، د تياتر او سينما له دويم ټولګي څخه جلا او په خپلواک ډول يې د سينما ټولګيو ته مخه کړه. په دې ډيپارټمنټ کې درسي نصاب داسې ترتیب شوی چې په لومړي او دوهم کال کې د سینما اساسات او تیوري تدریسیږي او د درېیم او څلورم کال محصلین په ګروپونو ویشل کیږي او په حقیقت کې د استادانو تر څارنې لاندې فلمونه جوړوي. د تعلیمي کال په پای کې، محصلین اړ دي چې د خپل ډیپلوم د دفاع لپاره یو لنډ فلم جوړ کړي.

د سینما ډيپارټمنټ د نصاب له مخې چې د لوړو زده کړو وزارت د محترم مقام له خوا تصویب شوی، محصلینو ته داسې موضوعات تدریس کېږي چې له فراغت وروسته به په ټولنه کې د ښه کار زمینه ورته برابره کړي. د دې ډيپارټمنټ فارغان په ډله ایزو رسنیو لکه تلویزیوني چینلونو، راډیوګانو، پرډکشنونو او ټولنیزو رسنیو کې کار کوي.

ب زده کړه یزې موخې

1. لید لوری

د سینما ډيپارټمنټ د ښکلو هنرونو د پوهنځي په چوکاټ کې کار کوي د یو متفکر او مسلکي نسل او د سینمایي او اساسي مضامینو د را منځته کولو په موخه د ښکلو هنرونو د پوهنځي په چوکاټ کې کار کوي، دا ډيپارټمنټ د سینماګرافي ، کارګردانۍ، فلم لیکنې، د سینما د تیورۍ او تدوین په برخو کې د مسلکي متخصصینو د روزنې په برخه کې د سینمايي اثارو د کمي او کیفي کچې د لوړولو په موخه هڅه کوي او د دې ډيپارټمنټ روزل شوې طبقه د هدف لرونکو متخصصینو په توګه د دې خاورې د کلتوري، دیني او ملي پېژندنه او منعکسولو کې لویه ونډه لري.

2. ماموریت

- د سینما په سکتور کې د مسلکي او وړ متخصصینو روزنه.

- په افغانستان کې د سینما ښوونیزو خدمتونو معیاري کول.

- سینما ډيپارټمنټ له کمي او کیفي اړخه د یوې معتبرې ادارې په توګه د سینمایي اعتبار په درلودو سره په ملي او نړیواله کچه معرفي کول.

- د هیواد په لوی کلتوري مدیریت کې برخه اخیستل، د فلم جوړولو له لارې د ملي او اسلامي کلتور او ارزښتونو پراختیا او پیاوړتیا.

3. اساسي موخې

لکه څنګه چې زموږ ټولنه د سینمایي فلمونو د جوړولو او خپرولو، او تلویزیوني خپرونو لپاره خوځنده بشري ځواک ته اړتیا لري نو ددې ځواک د روزولو لپاره د سینما هنر په چوکاټ کې د روزلو ضروروت لیدل کېږي، دې ته په کتو سره چې په افغانستان کې ډېرې هنري تحصیلي سرچینې نشته نو د دې اړتیاوو پوره کول هم څه نا څه ګران دي، د سینما ډيپارټمنټ په برخه کې د فلم جوړونې، کارګردانۍ او کیسه یزو او مستندو فلمونو د جوړل د محصلینو لپاره اهمیت لري. څو د دې ډيپارټمنټ محصلین اسلامي ټولنې، افغاني فرهنګ او خلکو ته په ژمنتیا او احساس سره د اړتیا وړ تخصص لکه، فلنامه لیکلو، کارګردانۍ او انځور ګرۍ په برخو لپاره هڅه وکړي او دا لارې چارې ورته برابرې شي.

ج. توامیتونه

د ۲۰۱۷ کال په پسرلي کې د سینما ریاست د افغان فلم له ریاست سره د پنځه کلنې همکارۍ تړون لاسلیک کړ.

- له ګویته انسټیټیوټ سره د تفاهم لیک لاسلیک.

- له نما رسنۍ سره د تفاهم لیک لاسلیک.

- له رویا فلم سره د تفاهم لیک لاسلیک.

- د هنر له اکاډمۍ د همکارۍ د تفاهم لیک لاسلیک.

د. لابراتوار او زده کړه یز توکي

- مجهز ه د فلم ایډیټینګ سټوډیو.

- د فلمونو نندارې او د محصلینو د فلم فیستیوالونو د ترسره کولو لپاره سمبال سینما هال.

هـ . تحصیلي نصاب (ځانګړي مضامین)

  ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

  کريډيټ

  ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

  کريډيټ

۱

د فلم کارګرداني

01 C

27

۶

د فلم طراحي (د کیسې بورد)

06 C

2

۲

د فلم نامې لیکل

02 C

6

۷

د سینما تاریخ

07 C

6

۳

سینماتوگرافی

03 C

5

۸

د فلم تحلیل

08 C

6

۴

په سینما کې غږ

04 C

4

۹

د تلویزیوني خپرونو کارګرداني

09 C

8

۵

د فلم تدوین

05 C

6

 

 

 

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم