د ریاضیاتو پوهنځي د ماسټری برنامه

په 1321 هـ ل کال کې د ریاضیاتو څانګه د فزیک، کیمیا او بیولوژي له څانګو سره یوځای د ساینس پوهنځي په چوکاټ کې، د طب او حقوقو له پوهنځیو څخه وروسته په کابل پوهنتون کې جوړه شوې ده.

د هیواد په کچه د تخنیکي، اقتصادي، فرهنګي،اجتماعي او حتی نظامي او سیاسي مسئلو د حل له پاره ریاضیات یو اړین رول لوبوي. د علمي، تخصصي، محاسبوي او تکنالوژیکي ستونزو د حل په پار د ریاضیاتو څانګې د ساینس پوهنځي  د یوې رشتې  په توګه علمي فعالیت درلود.

په 1364 هـ ل کال کې د ساینس پوهنځي په درېو څانګو (ریاضیات، کیمیا او بیولوژي) کې د ماسټری برنامې دایرې شوې،  چې د ریاضیاتو څانګې ماسټري د څلور ومدرسو استادانو ( دوه بهرني او دوه داخلي) په واسطه پیل شوه.  د ماسټری برنامې په پیل کې له داوطلبانو څخه عمومي ازموینه واخیستل شوه او په ازموینه کې  6 تنه داوطلبان بریالي او د ماسټری برنامې ته شامل شول. د دې برنامې محصلینو د 14 تخصصي، 6 اساسي، 4 عمومي او د تېزېس له دفاع څخه وروسته  5 سمستره ماسټری لومړی دوره په 1367 هـ ل کال کې پای ته ورسیده.

وروسته د سیاسي او اقتصادي وضعیت د خرابوالي له امله د کابل پوهنتون د ماسټريو برنامې په ټپه ودریدلې .

د نړۍ او  هیواد په کچه  علم او پوهې   ته د لا ودې  په خاطر په 1393 هـ ل کال  کې د ساینس پوهنځي څلور څانګې په بېلابېلو څلور ( ریاضیات ، فزیک، کیمیا او بیولوژي) پوهنځیو و وېشل شوه.  له نېکه مرغه په 1398 هـ ل کال کې  ذیصلاح مقاماتو ته د ریاضیاتو پوهنځی په ولاندیز سره  د ماسټری برنامه    وړاندې او منظوره شوه.

اوس د ریاضياتو پوهنځی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ریاضي څانګې د استادانو په مرسته غواړي چې د هېواد د ځوان نسل د ظرفیت د لا لوړولو له پاره  په هېواد کې د شته ورځنیو اړتیاوو په پام  کې نیولو سره د ماسټری برنامه مخته یوسي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم