د روسي ژبې ډيپارټمنټ

الف. پېژندنه:

 روسي ژبه د زیاتو ځانګړنو په درلودلو سره د کابل پوهنتون درسي نصاب ته لاره پیدا کړې، چې له یوې زاویې څخه دغه ژبه د هندو اروپايي ژبو له ډلې څخه ده او هم له رسمي ژبو پښتو او دري سره نږدې والی لري. له بلې خوا روسي ژبه د نړۍ یو له علمي او نړیوالو ژبو څخه ده. زموږ هېواد ته د پخواني شوروي اتحاد جغرافيايي نږديوالي او د پخواني شوروي اتحاد اوسني ګاونډ کې چې روسي ژبه يې د دويمې او لومړۍ ژبې حيثيت لري او په ټوليزه توګه د سوداګريزو او فرهنګي اړيکو لپاره يې د زده کړې اړتيا ده.

د روسي ژبې ډيپارټمنټ د نصاب په اړه باید وویل شي چې نصاب د پخواني شوروي اتحاد د استادانو او ساینسي کارکونکو لخوا د ډيپارټمنټ د تاسیس په وخت کې طرح شوی و او څو څو ځله بیا تعدیل شوی دی. په دې وروستیو کلونو کې په دغه نصاب کې بدلونونه راغلي دي، خو د دغه نصاب د تازه کولو په موخه، چې د کابل پوهنتون د رهبرۍ له لوري ورته اشاره او ټینګار شوی، په دې وروستیو کې په دې تړاو څو ځانګړې غونډې جوړې شوې.

ب. ښوونیزې موخې:

۱- لیدلوری:

دا ډيپارټمنټ د هر پوهنتون په چوکاټ کې د یو علمي او ساینسي مرکز په توګه یو له مرکزي علمي مرکزونو څخه ده، چې مسؤلیت یې د معاصر ساینسي پوهې سره د زده کونکو روزنه او تجهیز کول او د ټولنې اړتیاوو په پام کې نیول دي.

۲- ماموریت:

زموږ دنده دا ده چې د پوهنتون اکاډمیک او ساینسي برنامې د هغې د یو اصلي مرکز په توګه بشپړې کړو. د تدریس او څیړنې معیاري کول او د ډيپارټمنټ د تعلیمي او تدریسي کچې لوړول د سیمې او نړۍ له مخکښو پوهنتونونو سره برابرول او ټولنې ته په اوسني پوهه سمبال یو لوستي نسل جوړول او وړاندې کول.

۳- بنسټي موخې:

په تېرو دوو پېړيو کې روسي ژبه په نړۍ کې تر ټولو مهمه علمي ژبه ګرځېدلې ده. په شلمه پېړۍ کې د روسانو علمي، او تخنيکي لاسته راوړنې او نن ورځ د روسي ژبې د اهميت ثبوت دی. نن ورځ، روسیه لوی علمي مرکزونه لري چې نړیوال اهمیت لري. له همدې امله، د روسیې د ساینسي تاسیساتو نړۍ ته د ننوتلو او د هغې کارولو لپاره د روسیې ژبې تدریس او زده کړه خورا مهمه ده.

ټولنې د ته متعهدو، بامسولیته، مجربو، متخصصو، مسلکي او په اسلامي او ملي روحیه سمبال کادرونو وړاندې کول، له روسي ژبې څخه ملي ژبو او له ملي هغو څخه روسي ژبې ته د پوهې انتقال، ټولنې د اړتياو د پوره کولو او روسي ژبو وګړو ته د لوړ اسلامي کلتور ورپيژندلو په موخه د روسي ژبې د تکړه او مجربه استادانو او ژباړونکيو روزنه، د دې ډيپارټمنت له موخو څخه دي.

ج. تحصیلي نصاب ( تخصصي مضمونونه )

ګڼه

د مضمون نوم

کود نمبر

کرېدېت

ګڼه

د مضمون نوم

کود نمبر

کرېدېت

۱

علمي کورس

LL RU 110

5

۱۷

عملی کورس

LL RU 610

3

۲

غږپوهنه

LL RU 111

2

۱۸

ګړ پوهنه(مورفولوژی)

LL RU 412

2

۳

عملی کورس

LL RU 310

3

۱۹

روسی ادبیات

LL RU 613

2

۴

غږپوهنه

LL RU 211

2

۲۰

غونډله پوهه( نحو)

LL RU 614

2

۵

عملی کورس

LL RU 310

3

۲۱

ژباړه

LL RU 619

2

۶

روسی ادبیات

LL RU 313

2

۲۲

عملی کورس

LL RU 710

3

۷

وییپوهنه

LL RU 320

2

۲۳

روسی ادبیات

LL RU 713

2

۸

د وییونو جوړښت

LL RU 321

2

۲۴

عمومي ژبپوهنه

LL RU 715

2

۹

عملی کورس

LL RU 240

3

۲۵

ژباړه

LL RU 719

2

۱۰

روسی ادبیات

LL RU 413

2

۲۶

مونوگراف

LL RU 723

4

۱۱

د ژبپوهنې بنسټونه

LL RU 416

2

۲۷

عملی کورس

LL RU 810

3

۱۲

دادبپوهنې بنسټونه

LL RU 418

2

۲۸

ادبي کره کتنه

LL RU 818

2

۱۳

عملی کورس

LL RU 510

3

۲۹

ژباړه

LL RU 819

2

۱۴

ګړپوهنه (مورفولوژی)

LL RU 312

2

۳۰

د تدریس اصول

LL RU 822

2

۱۵

روسی ادبیات

LL RU 513

2

۳۱

مونوگراف

LL RU 823

6

۱۶

غونډله پوهه (نحو)

LL RU 514

2

 

 

 

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم