د دندو لایحه

 د مالي او اداري چارو معاونيت د کابل پوهنتون په چوکاټ کې يو ادارکي بست دی، چې د لوړو زده کړو د ملکي قانون پر بنسټ لاندې مسؤوليتونه د پوهنتون د رييس له خوا ورسپارل شوي دي:

په مالي، اداري او خدماتي برخه کې د پوهنتون له رييس سره مرسته؛

په مالي، اداري او خدماتي برخه کې د پوهنتون رييس ته اړينې سلاوي ورکول؛

د پوهنتون د ناکاډميکو غړيو د تقرر، ترفيع او انفکاک په لړ کې قانوني اجراات؛

د پوهنتون د متقاعدو منسوبانو د تقاعد د حقوقو غم خوړول، د خپلو اړوندو دفترونو د فعاليتونو څار او مشري، په مالي وحسابي برخه کې قانوني اجراات؛

د اړینو وسايلو پېر، د اموالوقيد، راټولول، د نورو اداري او مالي خدمتونو پر ترسراينه سربېره منسوبينو ته د ترانسپورتي اسانتياوو برابرول؛

د پوهنتون اړتياو ته په کتو پر عادي او پرمختيايي بودجه کار کول، د ودانيو د ساتنې اړوندو چارو، د پوهنتون د بېلابېلو ساحو د سمسورتیا، د روغتيايي شرايطو د ټينګښت، ودانيو ته د اوبو، برېښنا رسولو او د ودانيو د ګرمولو، د کفتريا د سالمو خدمتونو او محصلینو ته د عملي کار د زمينې جوړولو په لړ کې ګټور فعاليتونه ترسرول.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم