د درملو د کنټرول او کیمیک‌فارمسي ډيپارټمنټ

الف) پېژندنه:

لکه څنګه چې کیمیک فارمسي او د درملو کنترول ډيپارټمنټ د فارمسي پوهنځي اختصاصي(مسلکي) ډيپارټمنټ ده. ددې څانګې مهمې موخې له کیمیاوي جوړښتونو او د بیولوژیکي اغېزو اړوند د محصلینو پېژاند، د درملو کیمیاوي او فزیکي ځانګړنو په هلکه په تحلیلي او تشریحي بڼه پوهېدل دي. سربیره پر دې د دې څانګې زده‌کړیالان د خامو موادو د چمتو کولو او د هغوی د ترکیبولو د میتودونو په هکله هم پوهه پیدا کوي.

د فارمکولوژيکي اغېزو سره مل د درملو د کیمیاوي جوړښت ؛ د درملو د کیفي او کمي کنټرول د طریقې او د درملو د تحلیل او تجزیې د ماشین پېژندنه او د کارونې د لارو چارو په اړه پوهاوی ترلاسه کول د دې څانګې یو له نورو موخو څخه ده.

۱.لیدلوری:

د محصلینو روزنه زموږ اصلي دنده ده. موږ اراده لرو، چې د ښوونې او روزنې له لارې ټولنې ته صادق، وړ، تکړه او مسلکي کسان وړاندې کړو ، څو دوی وکولای شي خپل مسوولیتونه په غاړه واخلي او د کیفیت د کنټرول په برخه کې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي.

۲.ماموریت:

دا ډيپارټمنټ په خپل ټول توان سره له بېلابېلو زده‌کړیزو، څېړنيزو او د خدماتو د چوپړ له لارې د فارمسي علم د عامېدو له‌پار هڅه کوي. زموږ ماموریت د باکیفیته درملو ترلاسه کول او روغتیا ساتلو په برخه فعاله ونډه اخيستل دي؛ کوم جې د انسانانو اساسي حق دی.

۳. اساسي موخې:

  • د فارمسي عصري زده کړو له لارې د خلکو روغتیا ښه کول او د درملو د کیفیت په هلکه څېړنې تر سره کول.
  • د نړیوال پېژندل شوي روغتیايي محصولاتو او درملو د کیفیت، تحلیل او تجزیې په اړه د GLP(Good Laboratory Practice) وړاندې کول.
  • د GLP، د درملو د کیفیت د تضمین، د کیفیت د کنټرول او اړوندو موضوعاتو په اړه روزنې.
  • د هېواد دننه او بهر له ساینسي ټولنو سره اړیکې ټینګول.
  • د محصلینو او فارغینو د علمي کچې د لوړولو په موخه اړین اقدامات.
  • د هېواد د درملو د ستونزو د حل په موخه څېړنې تر سره کول.
  • د فارمسي متخصیصینو د روزنې له لارې د زده کړې، څېړنې او کیفیت کنټرول په برخو د خدماتو چمتو کول.

ج. توامیتونه:

ځانګړی توامیت نه لري.

د. لابراتوار او زده‌کړیز تجهیزات:

د کیميک فارمسي لابراتوار په موډرنو وسایلو لکه:

IR chromatography, TLC، UV- visible spectrophotometer meter, Kejeldahl apparatuses, Polari meter, Melting point apparatuses PH- سمبال دی او پکې لانديني تجربې ترسره کېږي:

  • د درملو ټاکلو او اندازې اړوند تجربې
  • د درملو د ناخالصتوب ټاکلو اړوند تجربې
  • د محصلینو لپاره د درملو ترکیب او تجربې پلي کول
  • د فارمسیستکي محصولونو تجزیه او کنترول.

5. تحصیلي نصاب ( تخصصي مضمونونه)

  ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

  کريډيټ

  ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

  کريډيټ

1

Pharmacology I

KUPH423

3

18

Pharmaceutical ethics

KUPH842

1

2

Microbiology I

KUPH424

2

19

Pharmacognosy I

KUPH522

3

3

Pharmaceutics I

KUPH425

3

20

Pharmaceutics II

KUPH525

3

4

Instrumental analysis

KUPH415

3

21

Virology

KUPH528

2

5

Pharmacology II

KUPH523

3

22

Pharmacology III

KUPH623

3

6

Microbiology II

KUPH524

3

23

Pharmaceutic chemistry II

KUPH626

3

7

Pharmaceutic chemistry I

KUPH526

3

24

Pharmaceutics III

KUPH625

3

8

Pharmacognosy II

KUPH622

3

25

Toxicology I

KUPH629

2

9

Parasitology

KUPH631

3

26

Immunology

KUPH819

2

10

Mycology

Kuph621

2

27

Pharmaceutic chemistry IV

KUPH826

3

11

Managing drug supply

KUPH732

2

28

Biopharmaceutics and pharmacokinetics

KUPH948

2

12

Pharmacotherapy I

KUPH733

3

29

Pharmacotherapy III

KUPH933

3

13

Pharmaceutic chemistry III

KUPH726

3

30

Pharmaceutical quality control

KUPH935

3

14

Pharmaceutics IV

KUPH725

3

31

Industrial Pharmacy

KUPH950

2

15

Toxicology II

KUPH729

3

32

Phytotherapy

KUPH943

3

16

Pharmacotherapy II

KUPH833

3

33

Monograph

KUPH1049

5

17

Food control and analysis

Kuph830

3

 

 

 

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم