د تدریس او محصلینو د ارزونې مېتودونه

د تدریس مېتودونه:

د کېمیا  پوهنځی يو نوی او مخکښ پوهنځی دی او د شته امکاناتو په مټ تل هڅه کوي چې په خپل تحصیلي نظام کې د معاصر تدریس او زده‌کړو مېتودونه وکاروي. د پراختیایي موخو ته د رسېدو لپاره په ښوونیزو او تحصیلي خدمتونو کې لاندېنۍ چارې ترسره کوي:

۱ – د عصري ټکنالوژۍ په مټ تدریس او په لکچرونو کې د ویډیو، پاورپاینټ، ډیاګرام او سیمولېشن کارول.

۲ – د ښه او اغېزناک درس لپاره محصلینو ته په ټولګیو کې د دریځ جوړول او پروجکټورونو نصبول.

۳ – پخپله د محصلینو له خوا تجربې کول او ډېټا راټولول.

۴ – د مونوګراف د موادو راټولولو لپاره محصلین له پوهنتونه بهر نور ادارو او ارګانونو ته ورمعرفي کول.

۵ – د درسي نصاب بيا بیا کتنه او د تدریس په پروسه کې يې د ارزونې پایلې پلي کول او هم په درسي نصاب کې د اړينو مضمونونو ځايول.

۶ – د کرېډټ سیسټم پلي کول.

۷ – په شته لابراتوارونو کې د اړینو او نویو تجربو کول.

۸ – په درسي نصاب کې د اغېزناک درسي نظام پلي کول او پایلې يې په نظر کې نيول.

۹ – محصلينو ته صنفي سيمينارونه ورکول.

۱۰ – د محصلانو ته د خپلو ستونزو په هواري کې واک ورکول.

۱۱ – د علمي او ورزشي سیالیو او د کتابلوستنې پروګرامونو جوړول.

۱۲ – د محصلانو د ظرفیت لوړونې سيميارونه او ورکشاپونه جوړول.

۱۳ – له SCL OBE- سیستم سره سم، امکاناتو په کتو ګام پر ګام پر محصل ولاړ مېتود منظم تطبيقول.

د محصلینو د ارزونې مېتودونه:

د مضمون/ کورس د ارزونې معیارونه د کرېډټ سیستم پر بنسټ کېږي، ټولې نومرې ۱۰۰ نومرې دي چې «حاضري، کورنۍدنده، صنفي ازموینه، ۲۰٪ ازموینه، د تطبیقاتو ازموینه او نهایي ازموینه» پکې راځي؛ ګډونوال پر صنفي فعالیتونو سربېره له ټولګي بهر هم د کورني‌کار په نامه ځينې فعالیتونه کوي او پایلې يې په ټولګې کې د پرېزېنټېشن یا سیمینار په توګه په جلا جلا وړاندې کوي. د مضمون ارزونه په بېلابېلو بڼو (ورځنۍ، میاشتنۍ، د سمېستر  په منځ او پای کې) کېږي.

۱ – د ورځني چلند ارزونه (۵٪)

 دغه ارزونه د صنفي فعالیت په نامه د کورس او اړوندو موضوعاتو د شننې، په صنفي بحثونو کې د ګډون، له استاد او ټولګیوالو سره د ښه چلند، او د پوهنتون او ټولګي د مقرراتو، نظم او د یسپلین په مټ کېږي.

باید یادونه وشي چې د دې (دوامدارې) ارزونې نومرې د محصل پر مجموعي نومرو باندې اغېز کوي.

۲ – د پروژې او سیمینارونو د کورني‌کار ارزونه (۵٪).

۳ – د سمېستر منځنۍ ارزونه: دغه ارزونه د سمېستر د منځنۍ ازموینې په نامه په اتمه اونۍ کې کېږي، رسمي ازموینه اخيستل کېږي، چې د نومرو معیار یې (۲۰٪) دی.

۴ – صنفي ازموینې (quiz) او یا په ساحه کې عملي څېړنه: دغه ارزونې د سمېستر په بهير کې د محصل له خبرېدلو پرته کېږي او که څېړنه ساحوي وي، د سمېستر په پیل کې محصل ته دنده ورکول کېږي چې د اړوند مضمون د ټولټال نومرو ۱۰٪ نومرې کېږي.

۵ – د سمېستر  د پای ازموینه: دغه ارزونه د سمېستر  په پای کې کېږي او د نومرو معیار یې (۶۰٪) دی.

د هر محصل د کامیابۍ نومرې ۵۵ دي، پر دې سربېره په هر سمېستر کې د ۶۰٪ عمومي اوسط پوره کول لازمي دي.

که کوم محصل په یادو شویو برخو کې هره برخه ترسره نه‌کړي، نو د هماغې برخې نومرې نه ورکول کېږي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم