د تجسمي او نمایشي هنرونو د ماسترۍ برنامی

د ښکلو هنرونو پوهنځی د کابل پوهنتون په چوکاټ کې د څلورو لسیزو را په دیخوا چارې پرمخ بیایي چې په څلویښتودوروفارغینوکې یې ګڼ شمیر ځوانان  د لیسانس په کچه ټولنې ته وړاندې کړي دي. یاد پوهنځی د هنري او کلتوري بنسټونو، هنري کادرونو ته اړتیا چې تر ماستري په کچه یې زدکړې کړي وي او په همداشان د یاد پوهنځي څخه د لیسان په کچه فارغ شوي مینوالو مینه په پام کې نیولو سره سم  د ماستري پروګرام د لوړو زدکړو وزارت ښاغلي مشرتابه د (۶۴۴۷) شمیرې په۱۰ /۱۱/ ۱۳۹۱ نيټه امر منظوریدو سره سم رامنځ ته کړی. د تجسمي اونمایشي هنرونو د ماستري پروګرام په تیرو څلورو فارغ شویو دوروکې (۷۰) تنه ځوانان د ماسترپه کچه علمي ټولنې ته وړاندې کړي دي چې هر یو یې په بیلابیلو بنسټونوکې خدمت کوي.

د تجسمي اونمایشي هنرونو دماستري پروګرام وروسته د څلورو دورو فراغتونو څخه د لوړو زدکړو وزارت د علمي پروګرامونو انکشافي مشر تابه د (۲۷۹) شمیري ۳۱/۴/۱۳۹۶ نیټه مکتوب د نامعلوم لامل په پایله کې ځنډ ته ولاړ او د یو لڼدې مودې په تیریدو د لوړو زدکړو ښاغلي مشرتابه (۲۶۷۵) شمیرې (۲۴/۴/ ۱۳۹۷) نيټه امر په پایله کې رفع ځنډ شه.

یاد پروګرام په داسې حال کې چارو ته دوام ورکړی چې شپږ د معیارونوسره برابر کادري غړي، اداري، خدماتي کارکونکي، د اړتیا وړټوکي او (۶۱) تنه زدکړیالان لري. د یادونې وړ ده چې ډیری زدکړیالان یې د مرکز او ولایاتو د پوهنتونو استاذان دي.

په دې توګه په ۱۳/۶/۱۳۹۹ نیټه د لوړو زدکړو وزارت د علمي پراختیايي برنامو په ۶۵/۹۸ شمیره مکتوب، د تجسمي هنرونو ماستري پروګرام، نوم څخه یې ( د تجسمي او نمایشي هنرونو د ماستري پروګرام) ته بدلون وکړه او اوس  په همدې نامه فعال دې او فعالیت کوي.

موخې:

د اړتیا وړ انساني ځواکمنتیا را منځ ته کول د زدکړیزو کړنو لپاره په هنري زدکړیزو مرکزونو، رسانو او د هنري تخلیق په کلتوری او فکري ملاتړسره د تجسمي اونمایشي هنرونو د ماسترۍ پروګرام له مهمو او بنستیزو موخو څخه دې، په یاده څانګه کې د مسلکي کادرونو د روزلوسره سم په یاده برخه کې فعاله انساني ځواکمنتیا سمبالیږي، چې نه یوازې په زدکړیزو چاروکې به ونډه واخلي، بلکه د هنري چارو په ترسره کولو به په لوړه کچه ټولنه کې ونډه واخلي.

تجسمي اونمایشي هنرونو(څانګه) بیلابیل هنرونه له ځانه سره را نغاړي او په لوره کچه د شتمنیو په درلودو د زدکړیزو، علمي، کلتوري او رسانو په برخه کې چارې ترسره کوي، چې د انځورګري، (ګرافيک) انځوریزو اړیکو، عکاسي، فیلم، تجسم جوړونه او طراحیانو په مرسته ا‌ړیکو رامنځته کولوکې مهمه ونډه اخلي، او د کارونې رول سره يې د ټولنې د پوهاوي او هنر د لوړوالي لامل کیږي ورسره کلتوري ځانبسیا کې اغیزمنه ګرځي.

لیدلوری:

له هغه ځایه چې د افغانستان ټولنه د هنري  او کلتوري پروګرامونو د جوړولو او وړاندې کولو لپاره د کار وړ ځواکمن انساني ځواک ته اړتیا لري، د یاد ځواک د روزلو اړتیا بیا په تجسمي او نمایشی هنرونو کې احساس کیږي. د لوړو زدکړو په نظام کې په ځینو پروګرامونوکې د ځانګړو اړتیاوو په پام کې نیولو او یادو اړتیاوو ته ځواب ویونکی زدکړیزه پروګرام نشت والی په ښکلو هنرونو کې د تجسمي او نمایشي هنرونو د ماستري پروګرام ځواب ویونکی او په ښکلو هنرونو کې یې شتون لازمي او ضروري دې. د ماستري پروګرام د انساني ځواک په روزنه کې بنستیزه بڼه لري، چې اسلامي او انساني ټولنې ته ژمن  او د خلاقیت له لارې د زکړیزو پروګرامونو د کیفیت په اوچتوالي اغیزمن رول لري او د کلتوري او هنري چارو سره اړمن ځواک رامنځ ته کوي.

چارې:

د هیواد اوچت کلتور او لرغونوالی غوښتنه کوي چې یاد بنسټ نه سټري کیدونکې هلې ځلې د هنر په زدکړیزه برخه کې ترسره کړي، او د زدکړیزوچارو په ترسره کولو تولنې ته ډیر شمیر هنرمندان او مینوال د پوهانو په څیر وړاندې کړي. د تاریخي هنري شتمنیو د ساتلو به ترڅ کې هڅه کوي چې نوي هنري آثار خلق او وګړو ته یې وړاندې کړي.

دندې، شتمنۍ او تداوم

د ښکلو هنرونو پوهنځي د تجسمي او نمایشي هنرونو د ماستري پروګرام دنده په هیواد کې د زدکړیالانو زدکړیزه او په ټولیزه بڼه هنرمندانو هنري ځواکمن کول دي، ترڅو له دغې لارې مسلکي کادرونه د تجسمي او نمایشي هنرونو په برخه کې وروزي او ټولنې ته یې وړاندې کړي. د لا زیاتو څیړنو زمینه د هنر او کلتور په برخه کې برابره کړي، چې له بده مرغه د همدغه شان کادرونو نشتوالی په هیواد کې د هنر او کلتور ستنو ځواک کم کړی.

د تجسمي او نمایشي هنرونو د ماستري پروګرام په زدکړیزه نظام کې څو اړخیزنظام دې، چې د زدکړو د اچتوالي په ترڅ کې د لیسانس او دکترا په کچه زدکړو ترمنځ واټن له منځه وري او ځنو کسانوته د کارکولو فرصتونو کې آسانتیاوې رامنځ ته کوي، لکه څنګه چې یاد پروګرام د کیفیت او کارونې له مخې د اړمن کورني او بهرني بنسټونو لکه بریتش کنسل، ګویته انستیتوت، فیروزکوه او ... سره تفاهم لیکونه د همکاري په موخه امضا کړي دي.

د یاد پروګرام درسي نصاب په دوه برخو( عملي او نظري) جوړ شوی دې، چي فارغ شوي کادرونه په دواړو برخو کې د تسلط او تجربې په درلودو سره نه یوازې یادو برخوکې کره کوتونکي او شننوکې روزل کیږي بلکه په خپله هم مبتکر او خلاق هنرمند جوړیږي چې کولی شي د هیواد تاریخي او هنري آثارو ډیر کړي.

د یاد پروګرام ډیری موضوعات په شننې او څیړنیزو چارو څرخي چې د لوړو کچو زدکړیزو پروګرامونو لپاره ښه بنستیزه بڼه لري. له ټولو مهم دا ده چې انتقادي آند په انفرادي کړنو د درسي موضوعاتو چاپیریال کې په جدي توګه تشویق کیږي. زدکړیالان چې په یاد پروګرام کې ګډون کوي د لوړو زدکړو وزارت  د فوق الیسانس د مقررې سره سم د فیس په ورکړه مکلف دي. د هغه ځایه چې د ښکلوهنرونو پوهنځي څلویښت دورې فارع التحصیلان ټولنې ته وړاندې کړي، ډیر شمیریې د تجسمي او نمایشي هنرونو د ماستري په پروګرام کې د ګډون مینوال دې. د ښکلو هنرونو پوهنځي مشرتابه هوډ لري چې د ماستري پروګرام دوام ومومي او د هر ممکن لارې په کمو شتمنیو لوړ او تر ټولو ښو موخو ته ورسیږي، او په داوم یې تاکید کوي. د یادولو وړ ده چې د ښکلو هنرونو پوهنځی د کابل پوهنتون په کچه یواځینی پوهنځی دې چې په اوچته کچه بنستیزه شتمني لري، چې نه یواځې په یاده برخه کې بسیا دې، بلکه د نور ډیری پوهنځیو سره مرستندویه رول هم لوبوي.

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم