د برېښنا او الکترونیک انجینرۍ دیپارټمنټ

الف. د ډيپارټمنټ پېژندنه:

د برېښنا او الکترونیک انجینرۍ دیپارټمنټ په ۱۳۳۹هـ ل کال کې جوړ شوی دی او له همغه پیله له مشهورو او د ډېرو مینه والو لرونکو څانګو له ډلې ګڼل کېږي. ددغه ډيپارټمنټونه ډېری استادانو خپلې زده کړې په جاپان کې پای ته رسولې دي. دا دیپارټمنټ ژمن دی چې محصیلینو ته د معیاري زده کړو زمینه برابره کړي او د باوري او کاري څېړنو او مطالعاتو ته وهڅوي.

ب.د ډيپارټمنټ موخې:

۱- لیدلوری:

د برېښنا او الکترونیک انجینرۍ دیپارټمنټ په خپلو بېلو برخو کې(د برېښنا سرچینې، الکترونیک،‌مخابرت او ځیرک سیستمونه) متخصصان روزي‌، چې وکړای شي د برېښنا د تولید، کنترولي سرکتونو او د علمي څېړنو او ستونزو ته د حل وړتیا به ولري.

۲- موږ هڅه کوو ټولنې ته ژمن،‌ متخصص او وړ کسان وړاندې کړو،‌څو دوی وکړی شي نوښتګر وي، د اوبو د سرچینو د مدیریت وړتیا ولري، په مخابراتي‌ سیستمونو ،‌ ځیرکو او رباتیک سیستمونو کې د طراحۍ او کار وړتیا ولري.

۱- بنسټي موخې:

هڅه کوو د برېښنا او الکترونیک په دیپارټمنټ کې وړ او ژمن متخصصین وروزو چې تر فراغت وروسته به لاندې وړتیاوې ولري:

  • په انجینري-تخنیکي مؤسساتو کې د تدریس وړتیا
  • د برېښنايي وړتیا، ځیرکو او الکترونیکي ودانیو د طراحۍ، تدوین او څارنې وړتیا؛
  • د صنعتي الکترونیکي پروژو د طراحۍ او اجرا وړتیا؛
  • په الکترونیک او الکترو میخانیکي برخو کې د علمي‌ څېړنو وړتیا؛
  • د مسلکي-تخنیکي ظرفیت لوړونې لپاره د پروګرامونو اجرا؛
  • د هستوګنیزو او صنعتي‌ ودانیو د وایرینګ پروژې د عملي کولو وړتیا؛
  • او محصلینو ته د ماسټرۍ پروګرام کې د زده کړو د دوام زمینه برابرول.

ج. تحصیلي نصاب (تخصصي مضامین)

457

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم