د الماني ژبې ډيپارټمنټ

الف. پېژندنه:

په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د الماني ژبې ډيپارټمنټ د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته شو چې تر اوسه یې پنځه پينځوس دورې فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي. د هېوادونو ترمنځ د اړیکو او د معلومات د راکړه ورکړې په عصر کې په بهرنیو ژوندیو ژبو باندې تسلط درلودل او پوهېدل اړین دي. له دې ژبو څخه په الماني ژبه او ادبیاتو پوهېدل هم د مناسبې کاري راتلونکې لپاره اړین او ارزښتناک دی.

ب. زده‌کړه‌ییزې موخې:

1. لیدلوری:

د الماني ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ لوړول یوه ملي او نړیوال پېژندل شوي مرکزه ته د کابل پوهنتون په مرسته چې د ګاونډیو هېوادونو په سطح د ژبې او ادبیاتو په بېلابېلو برخو کې متخصص کادرونه وروزي او مجرب فارغان ټولنې ته وړاندې کړي.

2. ماموریت:

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د الماني ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ یو علمي او اکادمیک مرکز دی چې د الماني ژبې او ادبیاتو په برخه کې هر کال په معیاري توګه محصلان وروزي. د یادې ډيپارټمنټ فارغان وروسته له فراغته لاندې اساسي او عمده مهارتونه چې د دې ډيپارټمنټ لخوا ورته ټاکل شوي دي؛ زده کوي.

3. اساسي موخې:

  • د ټولنې د اړتياو د پوره کولو او الماني ژبو وګړو ته د لوړ اسلامي کلتور ورپيژندلو په موخه د الماني ژبې د تکړه او مجربه استادانو او ژباړونکيو روزنه.
  • له الماني ژبې څخه ملي ژبو او له ملي هغو څخه الماني ژبې ته د پوهې انتقال.
  • د نویو مېتودونو څخه په ګټه اخیستو د الماني ژبې تدریس.
  • د ادبي اثارو په برخه کې د کره‌کتنې مهارتونو زده کړه او د اتنقادي فکر وړتیا.
  • د څېړنې او لیکوالۍ په برخه کې د مهارتونو زده‌کړه.
  • د ژباړې په فن کې د مهارتونو زده‌کړه.

ج. لابراتوار او روزنیز تجهیزات:

د الماني ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ د محصلانو لپاره د اسانتیاوو په موخه یو کمپیوتر لب لري چې محصلان له دې ځایه په وزګار وخت کې ګټه اخلي.

د. مسلکي فارغانو راتلونکې

  • د پوهنتونو په علمي کادر او د مکتبونو د الماني ژبې د ښوونکو په توګه جذبېدل؛
  • د المان د فرهنګي مرکز ګویته انستیتوت د الماني ژبې ښوونکو په توګه؛
  • د صنایع او توریزم په سکتور کې د کارکوونکي په توګه؛
  • د رسنیو د فرهنګي مرستندویانو په توګه؛
  • په رسمي او غیر رسمي دفترونو کې د ژباړونکي په توګه؛

هـ. تحصیلي نصاب

ګڼه

د مضمون نوم

کودنمبر

کرېدېت

ګڼه

د مضمون نوم

کودنمبر

کرېدېت

۱

د علمي کار مېتود ۱

LL-De 148

2

۱۵

ژباړه ۲

LL-De 639

2

۲

د علمي کار مېتود ۱

LL-De 249

2

۱۶

د علمي کار مېتود ۶

LL-De 653

2

۳

د علمي کار مېتود ۲

LL-De 350

2

۱۷

ارواه‌پوهنه ۲  

LL-De 643

1

۴

د علمي کار مېتود ۴

LL-De 451

2

۱۸

المان پېژندنه ۲

LL-De 645

2

۵

د ژبپوهنې بنسټونه ۱

LL-De 526

2

۱۹

ژبپوهنه ۳

LL-De 728

2

۶

د زده‌کړې مېتود ۱

LL-De 530

2

۲۰

د زده‌کړې مېتود ۳

LL-De 732

4

۷

ادبیات ۱ 

LL-De 534

2

۲۱

ادبیات ۳ 

LL-De 736

2

۸

ژباړه ۱ 

LL-De 538

2

۲۲

ژباړه ۳

LL-De 740

4

۹

د علمي کار مېتود ۵

LL-De 552

2

۲۳

آلمان پېژندنه ۳

LL-De 746

2

۱۰

ارواه‌پوهنه ۱

LL-De 542

1

۲۴

ژبپوهنه ۴  

LL-De 829

2

۱۱

المان پېژندنه ۱

LL-De 544

2

۲۵

د زده‌کړې مېتود ۴

LL-De 833

2

۱۲

د ژبپوهنې بنسټونه ۲

LL-De 627

2

۲۶

ادبیات ۴

LL-De 837

1

۱۳

د زده‌کړې مېتود ۲

LL-De 631

2

۲۷

ژباړه ۴

LL-De 841

2

۱۴

ادبیات ۲  

LL-De 635

2

 

آلمان پېژندنه ۴

LL-De 847

1

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم