بیوشیمي- تغذیه ډيپارټمنټ

الف) پېژندنه:

دا ډيپارټمنټ د فارمسي پوهنځي یو له مهمو کلینیکي څانګو څخه ده. او تر ډېره د نورمال بیوشیمیکي اندکسونو او د بدن غړو ناروغیو مطالعې سره سرو کار لري.

ب) زده‌کړیز موخې:

1. لیدلوری:

دا ډيپارټمنټ د لاندني اقداماتو له لارې د پوهې زیاتوالی، د ژوند د بنسټیزو میکانیزمونو په پوهېدو کې پرمختګ او د خلکو د ژوند کیفیت او حالت ښه کول دي:

  • غوره تعلیمي پروګرامونه چې په ملي کچه او د نړیوالو وړتیاوو سره کادرونه فارغوي.
  • د پروګرامونو پېژندل او پیاوړي کول، چې د مهمو موندنو لامل ګرځي.
  • د مسلکي سرچینې په توګه د ساینسي، عملي او څیړنیزو خدمات ترسره کول  

۲. ماموریتونه:

د دې څانګې ماموریت دا دی چې په روغتیا کې د حیاتي مالیکولونو او د تغذیې ټولې بنسټېزې جنبې مطالعه کړي. موږ تمه لرو چې زده‌کړیالان او راتلونکي نسلونه مو د هېواد او نړۍ په کچه د غوره ظرفیت‌لرونکو متحصصینو څخه وي؛ د بیوشیمي او د مالیکولي-جنیټیک علمي ساحو ته پراختیا ورکړو، په داسې حال کې چې د ناروغانو له‌پاره د تغذیې او مناسب خوراکي رژیم کیفیت هم زموږ له بنسټیزو ماموریتونو څخه دی. د فارمسي پوهنځي د موخو د پلي کېدو په‌پار دا ډيپارټمنټ خپله ټوله هڅه کوي څو د بیوشیمي او تغذي علوم او پوهه عامه کړي.

د پورتني موخو د ترلاسي له‌پاره دا ډيپارټمنټ لاندې ماموریتونه لري:

  • د عصري درملتونونو په لور حرکت او ملي و نړيوال ستندردونو ته د ظرفیت لوړونه.
  • د هېواد دننه او بهر علمي ټولنو سره اړیکه.
  •  د بیوشیمیکي بدلونو، میکانیزمونو، ناروغیو او د اغېزو مطالعه.
  • د محصلینو او فارغینو د علمي ظرفیت لوړونې په موخه اړین اقدامات .
  • په درملتون یا کلینیک کې پر ناروغ د درملو جانبي اغېز پلټنه.
  • د ټولنې د اړتیاوو اړوند اړینې علمي مشورې او خدمات.
  • د متخصیصونو روزنه څو د زده کړې، څېړنې او روغتیا په برخو کې خدمات وړاندې کړي.

۳. بنسټي موخې;

  • د حجرو مالیکولي مکانیزم تشریح او پوهه.
  • د میتابولیک د کنټرول او مکیانیزم د اساساتو تشریح او پوهه.
  • له بایوکمیکل تجربو څخه د پایلو تر لاسه کولو لپاره لومړني او لابراتواري مهارتونو او وسایلو کارول.
  • د ژوند ښه کولو په موخه د خوړو رژیم رامنځته کول.
  • د خوړو د فعالیت او تجزیې په اړه توضیح او پوهول
  • د روغتیا او تغذیې په برخو کې څېړنې کول.

ج) لابراتوار او زده‌کړیز تجهیزات:

د بیوشیمي-تغذیې څانګې لابراتور په موډرنو وسایلو، لکه: بم‌کالوري متر، د ګربر آله، د رطوبت د ټاکلو داش، د ایرې‌جوړونې داش، سانتریفیوژ، د مقطر اوبو ماشین، ملک انالایزر، مایکروسکوپ، ریفرکتومتر، سپکتروفوتومتر، الکترو فورېز، هورمون انالایزر، ستنيز کروماتوګرافي، CBC analyzer او Micro hematocrit سمبال دی. په دې لابراتوار کې د زده‌کړیالانو له‌پار لانديني تجربې ترسره کېږي:

  • په خوړو کې رطوبت، غوړ، ایره او پروتین معلومول.
  • په شیدو کې د درغلیو معلومول.
  • د غوړ ځانګړنې معلومول.
  • د خوړو تازه‌ګي معلومول.
  • د ph معلومول.
  • د خوړو انرژي معلومول.
  • ساده بایو کیمیکل تجربې( کاربوهایدریتونه، غوړ او پروتینونه پېژندل).
  • د وینې او ادرارو(بولو) کیمیاوي تجربه.
  • د پښتورګو او صفرا کیسې د ډبرو تحلیل او ماتول.
  • د وینې اندکس تعیین او ناروغیو تشخیص.

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم