اوسنی حالت
د ژبو او ادبياتو پوهنځی درې فارغورکوونکې څانګې لري چې «د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه، د دري ژبې او ادبياتو څانګه، او د اوزبېکي ژبې او ادبياتو څانګه» ده، لري. په دې پوهنځي کې د پوهاند، پوهنوال، پوهندوی، پوهنمل، پوهنيار او نامزد پوهنيار استادانو له خوا درسی، علمی او څېړنيزې چارې پر مخ ځي. د پښتو ژبې او ادبياتو او دري ژبې او ادبياتو څانګو کې پر لېسانس سربېره د ماسټرۍ او دوکتورا برنامې لري. نصاب يې د ټولنې او کاربازار د اړتياو مطابق تعديل او نوی شوی دی چې د نصاب اړونده برخه کې يې کتلای شئ. د دې نصاب د لا غني کولو او نوي کولو لپاره اړوندې کمېټې دوامدار فعال کار کوي. د لېسانس او ماسټرۍ دورو ته محصلان د افغانستان د عمومي کانکور ازموينې له لارې جذبېږي. د لېسانس دوره يې ۸ سمېستره، د ماسټرۍ دوره يې ۴ سمېستره او د دوکتورا دوره يې له ۶ تر ۱۰ سمېسترونو پورې دوام کوي. د تدريس ژبې يې د څانګو د ډول مطابق پښتو، دري او اوزبېکي دي. دا پوهنځی دوه فعال کتابتونونه لري چې د څېړونکيو او محصلانو لپاره د ادبياتو، ژبپوهنې، ليکوالۍ، ژباړې او ورسره تړليو څانګو اړوند کتابونه، مجلې او علمي څېړنيز مواد پکې شته. د دې پوهنځي په علمي مجلو «وږمه علمي-څېړنيز ژورنال او «مجلهٔ ادب» کې د استادانو، محصلانو او نورو څېړونکيو علمي او مقالې په منظم ډول خپرېږي. همدارنګه د «وږمه علمي-څېړنيز ژورنال» مقالې پر چاپ سربېره د کابل پوهنتون پر وېبپاڼه په منظم ډول پر ليکه هم خپرېږي.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د کابل پوهنتون د ننه یو ځانګړی دوه پوړیز تعمیر لري. په دې دوه پوړیز تعمیر کې د پوهنځي ریاست، اداري-تدريسي خونې، او درې اړوندې څانګې ځای لري. د هرې څانګې لپاره د آمریت بېله خونه ځانګړې شوې ده. همدارنګه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په دې تعمیر کې یو جومات؛ یو کوچنی د غونډو، دفاعګانو او کنفرانسونو تالار؛ دوه کتابتونونه؛ ۲۳ درسي خونې او د استادانو لپاره ۲۸ ځانګړې خونې موجودې دي.
د ژبو او ادبياتو پوهنځی په اېلسي ډيګانو او پروجېکټورونو سمبال ټولګي؛ په کمپيوټرونو، پرېنترونو، کاپي ماشينونو او الماريو سمبالې اداري، تدريسي او د استادانو خونې؛ په منظمو يوکسيزو درسي څوکيو سمبالې درسي خونې؛ د پاکو اوبو منظم سيستم؛ او د اسنادو منظم ارشيف لري.