اوسنی حالت

دغه آمریت په پسرلي کې د محصلانو لپاره د کرکیت سیالی ترسره کړې چې له دې يې د کابل پوهنتون د کرکیټ منتخب تیم جوړ کړ او همدا راز د محصلانو ترمنځ د والیبال پسرلنی سیالی هم ترسره کړې دی چې د کابل پوهنتون لپاره د والیبال  منتخب تیم همدا راز دغه آمریت د کابل پوهنتون د محصلانو لپاره د ورزش په رزمي برخو کې لکه د فتنس، بدن سازی، بوکس، کراتې او پهلوانی ورزش زمینه برابره کړې ده چې سپورت کوونکي د مهالویش سره سم په بېلا بېلووختونو کې په سپورت بوخت وي.

 مني په موسم کې د ۲۲ پوهنځیو د محصلانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې دي چې شاوخوا یوه میاشت وخت يې ونيو او د سپورت آمریت له دې سیالیو د کابل پوهنتون د فوتبال منتخب ټیم جوړ کړی دی. همدا راز د ۲۲ پوهنځیو ترمنځ په لسو وزني کټگوریو کې د پهلوانی سیالی ترسره شوې دي او د کابل پوهنتون منتخب ټيم ترې جوړ شوی دی. دا ټیم له هغو کسانو جوړ شوی چې لومړی او دویم مقام ته رسېدلي وو.

په ۱۴۰۲ ز کال کې شاوخوا ۱۳۸۳ کسان د کابل پوهنتون اړوند ورزشي آمريت په صالونونو کې د ورزش په مختلفو ځانګو کې بوخت دي چې د ۲۲ پوهنځيو له لوري د رسمي استعلام په ذریعه ورزشی آمریت ته را معرفي کړل شوي دي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم