اوسنی حالت

د پوهنځي اوسنی حالت:

فزیک پوهنځي د جدا دروازې په درلودلو سره د بیولوژي پوهنځي سره يه یوه مشترک تعمیر کي خپلي چاري پر مخ وړي چي کافي درسي خوني، د کنفرانسونو یو لوی تالار، د ډیپارټمنټونو د امرینو او استادانو د ناستي او مطالعې  لپاره خوني، کمپوترلب او د ۴۲۰۰ په شاوخوا کي درلودونکی کتابتون  لري. فزیک پوهنځي درې (د فریک او الکترونیک ، د نظري او عمومي فزیک او د هستوي او اتومي فزیک ) ډیپارټمنټونه لري .

فزیک پوهنځی د لیسانس او ماستري برنامې درلودونکی دی چي سمستروار نصاب یې په همدې کتلاک کي کتلی شئ. په فزیک پوهنځي د کیفیت د لوړاوي په موخه اته ګوني کمیټې ( دتضمین کیفیت کمیټه، د استراتیژیک پلان کمیټه، د تحقیق کمیټه، د نظم اودسپلین کمیټه، د فرهنګي کمیټه، د ازموینوکمیټه، د الکترونیکي زده کړو کمیټه،د نصاب کمیټه) او همدارنګه د ترانسکریپټ کتلو فرعي کمیټه د لایحو له مخي خپل فعالیت او نظارت کوي.

توامیتونه:

 د فزیک پوهنځی له پخوا راهیسې د کابل پوهنتون د فزیک ډیپارټمنټ په چوکاټ کې د جرمني له پوهنتونونو سره د استادانو او محصلينو د راشه درشې ، د استادانو او تخنيکي کارکوونکیو ترینینګ ، د لابراتوارونو تجهيز او د تحصيلي نصاب بیاکتني او تعدیل په برخو کې تړونونه او پروتوکولونه درلودل چې له دې اړخه يې وکولای شول د پوهنځي ټاكلو موخو ته مناسب شرايط را منځته کړي اوس د پوهنځي ریاست د مستقیمو او غير مستقيمو اړیکو له لارې هڅه کوي، چې له پخوانیو پروتوکولونو سربيره، د هند له پوهنتونو سره هم نوې راکړې ورکړې رامنځته کړي. د فزیک پوهنځی هڅه کوي چې له معتبرو بین المللي علمي او اكاډميكو بنسټونو لکه د نظري فزيک له بين المللي مركز (ICTP)، د اروپا له څېړنیز مرکز (CERN) او د اتومي انرژۍ له بين المللي اژانس سره اړيکې ټينگې کړي. په همدې توگه پوهنځی په پام کې لري، چې د هېواد د هستوي انرژۍ له کورنيو بنسټونو لکه د علومو اکاډمي  او سکتوري وزارتونو (د مخابراتو وزارت، د ترانسپورت وزارت، د صنایعو او سوداگری وزارت، د اوبو او انرژي وزارت، عامې روغتیا وزارت ، دکانونو او پټرولیم وزارت او نورو) سره د خپلو څیړنیزو پروژو د تطبیق، په دوه اړخیزه توگه د تخنيکي کادرونو د ترینینگ او روزني په برخه کې هوکړه ليکونه لاسلیک کړي.

تر اوسه په کورنۍ  کچه دغه پوهنځي د ابن سينا خصوصي پوهنتون او د افغانستان اتومي انرژۍ ادارې او دکابل پوهنتون له انجنيري پوهنځي سره د علمي راکړې ورکړې هوکړه ليكونه لاسليک کړي دي او کوښښ کېږي چې د لېسانس او ماسترۍ دورې برنامو د پراختیا په منظور له بهرنيو او بين المللي بنسټونو سره د  تخنيکي او علمي همکاریو هوکړه ليکونه لاسلیک کړي.

1111122222

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم