اسپانیایي ډيپارټمنټ

الف. د ډيپارټمنټ پېژندنه:

په ۱۳۵۹ لمریز کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په چوکاټ کې د اسپانیایي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ تاسیس شو. اسپانیایي ژبه د نړۍ له معتبرو ژبو څخه ده چې د نړۍ کابو اته سوه میلیونه وګړي پرې خبرې کوي. سربېره پر دې د هغو ژبو له جملې ده چې پرمختګ کوي او د ملګرو ملتونو له رسمي ژبو څخه ده. د اروپا او نورو لویو وچو اوسني عصر اکثر ځوانان د دې ژبې سره د شوق او علاقې له مخې د دې ژبې زده‌کړې ته لېوال دي. د دې ډيپارټمنټ تحصیلي نصاب د اسپانیا او د لاتینې امریکا د معتبرو پوهنتونونو سره په همغږۍ جوړ شوی دی چې د اوسني عصر د غوښتنو او اړتیاوو ځواب هم پوره کوي. د دې نصاب مضمونونه د کاري بازارپه نظر کې نیولو سره ټاکل شوي دي. یاده ډيپارټمنټ په هرو درېیو کلنو کې د تجربې او د کرېډېت سیستم د لایحې په اساس او د ډيپارټمنټ لخوا د لازم‌ګڼلو په صورت کې تعدیلوي.

د اسپانیایي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ دوره د نورو ډيپارټمنټونو په څېر څلور کلنه ده، چې په څلور کلنه دوره کې د ۱۵۱ کرېډېته درس ویل کیږي. چې په اساسۍ مضمونونو، اختصاصي مضمونونو، اختیاري مضمونونو،پوهنتون شموله مضمونونو او مونوګراف باندې وېشل شوي دي. په دې ډيپارټمنټ کې زده‌کړه د سمعي او بصري وسایلو لارې تر سره کیږي چې له زده‌:ړه‌ییزو فلمونو، د راډیويي برنامو او پروجکتور څخه پکې ګټه اخیستل کیږي چې د محصلانو سهم پکې ډېر بارز دی. .

څرنګه چې لیدل کیږي د لوړوزده‌کړو وزارت په پام کې لري د نړۍ له پوهنتونونو سره د توامیتونو له لارې افغانستان په پوهنتونونو کې د تدریس مېتود په نړۍ کې د نورو پوهنتونونو د تدریس مېتود سره په نړیوالو معیارونو برابر کړي. چې له دې کړنې سره به د استادانو او محصلانو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته شي او د لوړو زده‌کړو کیفیت به لانور لوړ شي. په دې بنسټ د اسپانیاي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ سیمینارونه ایرایه کوي، ګروپي کارونه په لاره اچوي او بحثونو ته لاره پرانیزي.

ب. د ډيپارټمنټ موخې:

1. لیدلوری:

د اسپانیاي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ ارتقا یوه معتبر، علمي او اکاډمیک مرکز ته په ملي او نړیواله کچه د زده‌کړې، څېړنې او نورو علمي برنامو له لارې.

2. ماموریت:

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د اسپانیاي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ یو علمي او اکادمیک مرکز دی چې د اسپانیايي ژبې او ادبیاتو په برخه کې هر کال په معیاري توګه محصلان روزي. د یادشوي ډيپارټمنټ فارغان وروسته له فراغته لاندې اساسي او عمده مهارتونه چې د دې ډيپارټمنټ لخوا ورته ټاکل شوي دي؛ زده کوي.

3. اهداف اساسی:

  • ټولنې د ته متعهدو، بامسولیته، مجربو، متخصصو، مسلکي او په اسلامي او ملي روحیه سمبال کادرونو وړاندې کول.
  • د ټولنې د اړتياو د پوره کولو او اسپاني ژبو وګړو ته د لوړ اسلامي کلتور ورپيژندلو په موخه د اسپانیاي ژبې د تکړه او مجربه استادانو او ژباړونکيو روزنه.
  • له اسپانیايي ژبې څخه ملي ژبو او له ملي هغو څخه اسپانیايي ژبې ته د پوهې انتقال.
  • په بېلابېلو علمي برخو کې د مقالو او کتابونو ژباړه.
  • د اسپانیايي ژبې له ادبي او علمي اثارو څخه ښه ګټه اخیستنه.
  • د اسپانیايي ژبو هېوادونو له علمي، فرهنګي، اقتصادي، صنعتي او تجارتي منابعو ته لاسرسی.

ج. تحصیلي نصاب (تخصصي مضمونونه)

ګڼه

د مضمون نوم

کود نمبر

کرېدېت

ګڼه

د مضمون نوم

کود نمبر

کرېدېت

۱

ګرامرI

LL.Sp.0120

2

19

د څېړنې مېتودII

LL.Sp.0624

۲

۲

د زده کړې او کار تخنیکونه

LL.Sp.0121

2

20

 د ادبپوهنې بنسټونه

LL.Sp.0618

2

۳

ګرامرII

LL.Sp.0220

2

21

لیکنۍ ژباړه II

LL.Sp.0619

3

۴

ګرامر III

LL.Sp.0320

2

22

د تدریس مېتود

LL.Sp.0609

2

۵

ارواه پوهنه I

LL.Sp.0308

2

23

تخنیکي لیکواليII

LL.Sp.0714

3

۶

د ژباړې فن

LL.Sp.0419

2

24

د بیان فنIII

LL.Sp.0715

2

۷

ګرامرIV

LL.Sp.0420

2

25

عمومي ژبپوهنه

LL.Sp.0717

۳

۸

د ژبې ارواه پوهنهII

LL.Sp.0408

2

26

کره کتنه

LL.Sp.0718

3

۹

د لیکوالۍ بنسټونه

LL.Sp.0514

2

27

ګړنۍ ژباړه I

LL.Sp.0719

2

۱۰

د بیان فنI

LL.Sp.0515

2

28

د اسپانیا د فرهنګ تاریخI

LL.Sp.0722

2

۱۱

د متن تحلیل I

LL.Sp.0516

2

29

مونوگرافI

LL.Sp.0723

3

۱۲

لیکنۍ ژباړه I

LL.Sp.0519

3

30

د بیان فنIV

LL.Sp.0815

2

۱۳

د څېړنې مېتودI

LL.Sp.0524

2

31

تطبیقي ژبپوهنه

LL.Sp.0817

۳

۱۴

للغت پوهنه

LL.Sp.0527

2

32

معاصر ادبیات

LL.Sp.0818

3

۱۵

 تخنیکي لیکواليI

LL.Sp.0614

3

33

ګړنۍ ژباړه II

LL.Sp.0819

2

۱۶

د بیان فنII

LL.Sp.0615

2

34

تخنیکي لیکواليII

LL.Sp.0714

3

۱۷

د متن تحلیلII

LL.Sp.0616

2

35

د اسپانیا د فرهنګ تاریخII

LL.Sp.0822

2

۱۸

د ژبپوهنې بنسټونه

LL.Sp.0617

2

36

مونوگرافII

LL.Sp.0823

3

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم