د پوهنځي اوسنی حالت
د ټولنیزو علومو پوهنځی د کابل پوهنتون په چاپیریال کې نسبتاً د مناسب ساختمان لرونکی دی، چې د دې تعمیر جوړول د پاکستان هېواد په وسیله ترسره شوي دي. دغه ساختمان په مجهز درسي ټولګیو، د ماسټري ټولګیو، له سونډ سیستم سره د مجهز تالار، لرونکی دی. همدارنګه پوهنځی د یو کتابتون، د (IT) او د مطالعې خونې او د انټرنیټ امکاناتو لرونکی دی.
د ټولنیزو علومو پوهنځي تعمیر
د دې پوهنځي استادان د دوکتورا او ماسټرۍ تحصیلي درجې لرونکي دي او په تدریس، څېړنې، د درسي پروګرامونو په پراختیا او په درسي موادو کې فعاله ونډه لري.