د حقوقي زده کړو مرکز ۱۲۰ ستاژران فارغ کړل
د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو مرکز د حقوقي ستاژ د پنځلسمې دورې ۱۲۰ ستاژرانو د فراغت غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د کابل پوهنتون رهبرۍ، د عدلیې وزارت او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست استازو، د حقوقي زده کړو مرکز استادانو، فارغ شوو ستاژرانو او د هغوی د کورنیو غړو ګډون کړی وو.
د غونډې ویناوالو د حقوقي زده کړو مرکز فعالیتونه وستایل او د حقوقي او شرعي زده کړو په برخه کې یې د دغه مرکز رول مهم وباله. هغوی د حقوقو، شرعیاتو او سیاسي علومو په څېر برخو کې د څلورو کلونو نظري زده کړو له بشپړېدو وروسته د یوه کلن حقوقي ستاژ ترسره کول د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د عملي تجربو د ترلاسه کولو لپاره اړین او مهم وبلل. همدارنګه يې ستاژرانو ته سپارښتنه وکړه چې په خپل مسلک کې پر ژمنتیا، صداقت او مسلکي اصولو ولاړ پاتې شي.
د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو مرکز د پوهنتون تر چتر لاندې د یوه کلن ستاژ پروګرام له لارې په حقوقي او شرعي برخو کې د عملي زده کړو او مسلکي ظرفیت لوړونې زمینه برابروي.
له دې پروګرام څخه د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلان، او همدارنګه د دیني جامعو فاضلان ګټه اخلي او د یوه کال په موده کې په اړوندو برخو کې عملي زده کړې او مسلکي تجربې ترلاسه کوي.
د یاد پروګرام موخه د مسلکي، وړ او متعهدو کادرونو روزنه او ټولنې ته وړاندې کول دي، څو د قانون حاکمیت، عدالت ته د لاسرسي او د خلکو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.
